د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۱

طالبان: په ایران کې اوسمهال له افغان کډوالو سره وضعیت نورمال شوی


ارشیف: په ایران کې د افغان کډوالو انځور
ارشیف: په ایران کې د افغان کډوالو انځور

په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي، په ایران کې اوسمهال له افغان کډوالو سره وضعیت نورمال شوی او ایران منلې چې له دې وروسته به د افغان کډوالو سره هېڅ ډول تاوتریخوالی نه کېږي.

په ایران کې له افغان کډوالو سره د ایرانیانو له خوا د ناسم چلند او تارتوریخوالي د راپورونو تر خپرېدو وروسته، هغه هېواد ته د طالب پلاوي د سفر نتیجه څه وه؟

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، ایران منلې چې له دې وروسته به د افغان کډوالو سره تاوتریخوالی نه کېږي او په دې هېواد کې اوس له افغان کډوالو سره وضعیت نورمال شوی دی.

هغه وايي: "ایران ته زموږ پلاوی چې په دې هېواد کې د افغان کډوالو پر وړاندې د ستونزو د حل په موخه سفر کړی وو له ښو پایلو سره بېرته راستانه شوي دي، دا تاييد شوې چې په ایران کې له افغان کډوالو سره وضعیت اوس بېرته نورمال شوی دی، او نور به هلته د افغان کډوالو سره داسې کړنه نه ترسره کېږي چې ستونزې راپیدا کړي."

ذبیح الله مجاهد
ذبیح الله مجاهد

مجاهد د غويي په اوومه نېټه ازادي راډیو ته ویلي و، چې د دوی یو پلاوی د افغان کډوالو او دغه شان ایران ته د افغانانو د تګ راتګ په برخه کې د ستونزو د حل او د یو مناسب چاپیریال د رامنځته کېدو په موخه هغه هېواد ته رسېدلی دی.

په دې وروستیو کې په ایران کې افغان کډوالو سره د ناسم چلند په اړه په ټولنیزو رسنیو بېلابېلې ویډیو ګانې خپروې شوې، چې په کې لیدل کېدل ایراني خلک او پولیس له افغان کډوالو سره له تاوتریخوالي ډک چلند کوي.

په دې تړوا په پلازمېنه کابل او ولایتونو کې د یو شمېر افغانانو له خو مظاهرې هم وشوې.

خو ایراني چارواکو بیا یاد راپورنه رد کړل او دا یې د دواړو هېوادونو د اړیکو د خرابولو لپاره هڅې وګڼلې.

که څه هم له دې وړاندې داسې راپورنه ورکړل شوي و چې د طالبانو پلاوی به تهران ته په سفر کې د یاد هېواد له چارواکو سره د کډوالو د ستونزو ترڅنګ د حق ابې پر سر د رامنځته شویو ورستیو ناندریو په اړه هم بحثونه کوي خو مجاهد په دې اړه څه ونه ویل.

دا په داسې حال کې ده چې تازه له ایرانه د ناقانونه افغان کډوالو د جبري ایستلو د پروسې د چکټوالي راپورونه خپاره شوي دي.

اسوشتید پرېس خبري اژانس په افغانستان کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې آی او ام په حواله راپور ورکړی چې سږ کال څه باندې دوه نیم لکه افغانان په جبري توګه له ایرانه بېرته خپل هېواد ته استول شوي.

د ایران حکومت ادعا کړې، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې لږ تر لږه یو میلیون افغانان ایران ته تللي دي.

په ورته وخت کې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیر خان متقي په مشرۍ قطر ته د دوی تللي پلاوي هم، هلته د افغانستان د هوايي ډګرنو په اړه ګټور بحثونه کړي خو لا وروستي شوي نه دي.

خو مجاهد جزییات نه ورکوي، چې د هوايي ډګرونو په برخه کې پر کومو موضوعاتو بحثونه شوي.

له دې وړاندې بیا د فرانسې خبري اژانس د طالبانو د حکومت او قطري چارواکو تر منځ د هوايي ډګرونو د مسوولیتونو په تړاو د ځینو مخالفتونو خبر ورکړی وو.

XS
SM
MD
LG