د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۰

د افغانستان او ایران ترمنځ تړل شوى د اسلام کلا بندر بېرته پرانیستل شو


د اسلام کلا بندر
د اسلام کلا بندر

د افغانستان او ایران تر منځ یوه سرحدي لانجه چې له امله یې اسلام کلا او دوغارون بندر تړلی وو بېرته هواره شوه.

ایراني چارواکو ویلي، چې له طالبانو سره په پوله کې تر رغنده خبرو وروسته د اسلام کلا – دوغارون بندر بېرته یکشنبه ماسپيښين مهال پرانیستل شو.

دا بندر شنبه وروسته له هغه وتړل شو، چې د طالب او ایراني پوله ساتو تر منځ شخړه رامنځته شوه.

په اسلام کلا کې طالب چارواکو د یوې ویډیو په خپرولو سره وویل، چې ایراني پوله ساتي د افغانستان خاورې ته را اوښتي وو او دوی ترې یو ګاډی او څو کسان نیولي دي.

خو ایراني چارواکو ويل، چې له پولې سره یې د طالبانو له خوا د سړک د کرېړ کولو/پخولو مخه ونیوله چې له امله یې لانجه راپورته شوه.

د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا راپور ورکړی، چې تر لانجې وروسته په پوله کې دواړه خواو خبرې پيل کړې او بلاخره په دې سلا شول چې پوله پرانېزي.

ایرنا د خراسان رضوي ولایت ځکمني ټرانسپورټ د رییس مرتضی مجردي په حواله راپور ورکړی، چې د دوغارون – اسلام کلا بندر له لارې دمګړۍ سوداګریز او ټرانزیټ ګاډي او مسافر وړونکي موټر تګ راتګ کولای شي.

که څه هم د طالبانو دفاع وزارت رسماً د اسلام کلا او دوغارون د بندر د تړل کېدو په تړاو څه ونه ویل خو د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي وروستۍ پېښې ته په اشارې په طالبانو نیوکه کړې ده.

حسن کاظمي قمي ویلي ،چې طالبان له مخکینۍ همغږۍ پرته په پوله کې د سړکونو کرېړ کړی چې باید سمدستي د ورته کار مخه ونیسي.

XS
SM
MD
LG