د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۷

تېرو لسو میاشتو کې ۱۴ زره لیټره کیمیاوي مواد هرات کې نیول شوي


د افغانستان په لویدیځ ولایت هرات کې چارواکي وايي، په تېرو لسو میاشتو کې پولیسو ۱۴ زره لیټره کمیاوي مواد نیولي چې له ایران څخه افغانستان ته قاچاق کېدل ترڅو د نشه يي موادو په جوړولو کې ترې کار واخیستل شي.

د هرات امنيه قوماندانۍ چارواکو ازادۍ راډيو ته وويل، قاچاق کوونکو غوښتل چې دا مواد د خوارکي او ساختماني موادو په پلمه په لاريو کې له ايران څخه راوړي او بيا يې د نشه يي موادو د جوړولو لپاره نيمروز، فراه او هلمند ولايتونو ته یوسي.

په ولسي جرګه کې د هرات استازي وايي، قاچاق کوونکي هڅه کوي چې د نشه يي موادو د جوړولو لپاره افغانستان ته کېمياوي مواد راوړي او بيا په افغانستان کې جوړ شوي نشه يي مواد اروپايي هېوادونو قاچاق کړي.

په دې وروستیو کې د افغانستان حکومتي ځواکونو د هرات ولایت په ګذرې ولسوالۍ کې د کلوریک اسیډ په نوم ۸۴۳۰ لېټره کیمیاوي مواد نیولي چې په یوه لارۍ موټر کې بار شوي او له ایران څخه د هرات له لارې فراه ولايت ته قاچاق کېدل.

د هرات ولایت له نشه يی موادو سره د مبارزې مدیر عبدالواحد ایزدیار ازادۍ راډیو ته وویل، ډېری کیمیاوي مواد او تېزاب له تجارتي لارو څخه هرات ته راځي او بیا له دې ځايه په فراه او هلمند ولایتونو کې د نشه يي موادو د جوړولو کارخانو ته وړل کېږي.

هغه وویل: "موږ سږ کال په مجموع کې څوارلس زره ۵۴۰ لېټره کېمیاوي مواد نیولي دي، په دې موادو کې پرېکرسرونه او جامد او مایع کیمیاوي مواد شامل دي. وروستی ځل مو د هرات ولایت په ګذرې ولسوالۍ کې ۸۴۳۰ لېټره هایدرو کلوریک اسیډ ونیول، قاچاق کوونکو غوښتل چې دا مواد د بېټریو د تېزابو په نوم فراه ته انتقال کړي او فراه ولايت خو تاسې ته معلوم دی چې هلته د نشه يي موادو کارخانې فعاله دي او هلته له دې کیمیاوي موادو څخه د هیرویینو او ښیښې په جوړولو کې کار اخیستل کېږي، تیزاب او پرېکرسرونه ډېر ځله له ایران څخه افغانستان ته راوړل کېږي."

پروسږکال د هرات ولایت له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو په مجموع کې ۱۹۷۰۴ لېټره کېمیاوي مواد هغه مهال ونیول چې له ګاونډیو هېوادونو څخه افغانستان ته قاچاق کېدل.

له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز د معلوماتو پر اساس د روان شمسي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د افغانستان امنیتي ځواکونو په ټول هېواد کې څه باندې ۱۴۶ زره لېټره تېزاب او کېمیاوي مواد نیولي دي.

په ولسي جرګه کې د هرات د خلکو استازی غلام فاروق مجروح وايي، هغه هېوادونه چې د نشه يي موادو د تولید په خاطر کېمیاوي مواد افغانستان ته راوړي، په افغانستان کې د تولید شویو نشه يي موادو ډېره ګټه هم دوی ته رسېږي.

ښاغلي مجروح وویل: "څرنګه چې هرات ولایت له دوو هېوادونو سره ګډه پوله لري، نو له همدې امله په دې ولايت کې د تورې غونډۍ او اسلام کلا پر پوله د نشه يي موادو، په تېره بيا کېمیاوي موادو قاچاق ډېر دی. دغه ډول د نشه يي موادو د تولید په برخه کې هم افغانستان ته له سیاسي او اجتماعي پلوه زیان اوښتی دی، ځکه هغه هېوادونه چې افغانستان ته کېمیاوي مواد را استوي، د افغانستان له نشه يي موادو څخه ډېره ګټه تر لاسه کوي."

د ملګرو ملتونو سازمان عمومي منشي د افغانستان د وضعیت په اړه په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي چې افغانستان ته د کېمیاوي موادو قاچاق د نشه يي موادو تولید او ډېروالي ته زمینه برابره کړې ده. دی د سیمې له هېوادونو څخه غواړي چې افغانستان ته د دغه ډول نشه يي موادو د قاچاقو د مخنیوي په برخه کې مرسته وکړي.

راپور: مرسلین ارسلا

XS
SM
MD
LG