د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د اتلسمې حوزې اړوند د عبدالرحیم شهید د لېسې مخې ته د بمي چاودنې خبر ورکړی او وايي، چې په چاودنه کې ۶ تنه زده کونکي وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.
دا پېښه د کابل د لویدیځ په عمدتا شیعه مېشته سیمه کې شوې ده.
په دې اړه احمدتکل د پخواني حکومت د وسله والو ځواکونو له ویاند اجمل عمر شینواري سره مرکه کړې ده او په سر کې یې ترې پوښتلي دي چې د ده په اند دا حمله به کومې ډلې کړې وي؟