د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۹

د پنټاګون د راپور پر وړاندې د طالبانو غبرګون؛ امریکایان خپلې ماتې ته توجیه لټوي


ځینې طالب وسله وال
ځینې طالب وسله وال

د طالبانو د دفاع وزارت د داعش په اړه د امریکا تازه راپور په غبرګون کې وایي، امریکایان په دې ډول په افغانستان کې خپلې ماتې ته توجیه لټوي.

د دې وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي ازادي راډیو ته وویل، داعش ډله د افغانستان لپاره کوم جدي ګواښ نه دی او طالبان د ګرمي موسم لپاره بشپړ چمتووالی لري.

خوارزمي وایي:" امریکا هغومره امکاناتو سره افغانستان کې ماته وخوړه؛اوس غواړي خپلې ماتې ته توجیه پیدا کړي؛ افغانستان کې د داعش په نوم هېڅ تهدید نه شته؛ داعش له عقیدتي او مذهبي پلوه د افغانستان له خلکو سره سازګاري نه لري؛ موږ برنامې لرو او خلک دې اندېښنه نه کوي"

عنایت الله خوارزمي وایي داعش ډله د افغانستان لپاره کوم جدي ګواښ نه دی
عنایت الله خوارزمي وایي داعش ډله د افغانستان لپاره کوم جدي ګواښ نه دی

تازه پنټاګون یا د امریکا دفاع وزارت په یوه راپور کې ویلي چې داعش یا د اسلامي دولت د خراسان څانګه په افغانستان کې د هغو کسانو د جذبولو په لټه کې ده چې له طالبانو ناراضه او یا یې مخالفین دي

په افغانستان کې د داعش بریدونو کې زیانمن شوي خلک هم د دې ډلې د فعالیت ډېرېدو په اړه اندېښنه لري.

دوه کاله وړاندې د کابل ختیځ دشت برچي سیمې په سل بستریز روغتون کې د داعش ډلې په برید کې د وژل شوي مېرمنې ورور چې د موضوع د حساسیت له کبله نه غواړي نوم یې واخیستل شي وايي وېره لري چې د موسم په ګرمېدو سره د داعش بریدونه بیا زیات نه شي.

دی وايي:" طالبان شاید د بریدونو د مخنیوي لپاره امکانات وه نه لري نو دا اندېښنې ډېروي چې داعش به پرمختګ وکړي؛ زما هیله دا ده چې طالبان خپلې کړې ژمنې پلې کړي او افغانستان کې د داعش د بریدونو د مخنیوی لپاره برنامه ولري."

ارشیف؛ په روغتون د داعش ډلې برید
ارشیف؛ په روغتون د داعش ډلې برید

عبدالرزاق د کندهار ولایت اوسېدونکی دی، نېږدې ۵ میاشتې مخکې یې په کندهار کې د شعیه مذهبو په جومات د داعش ډلې په برید کې د کورنۍ درې غړي ووژل شول.

عبدالرزاق وایي:" زما له مشرانو، د اسلامي امارت څخه غوښتنه دا ده چې نور دې افغانانو ته امنیت راولي؛ په ځانګړي ډول شعیه ګانو ته چې مظلومه او بې ازاره خلک دي."

په افغانستان کې د داعش ډلې له خوا له طالبانو د ناراضه شویو کسانو د جزبولو اندېښنې داسې مهال مطرح کېږي چې نېږدې درې میاشتې مخکې د طالبانو د تصفیې کمېسیون تائید کړه چې په ۹۰ ورځو کې یې په ۳۴ ولایتونو کې دوی ۲۵۰۱ کسان له خپلو لیکو ویستلي دي.

داعش ډلې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته په کابل او کندز، کندهار او یو شمېر نورو ولایتونو کې څو بریدونه ترسره کړل چې ګڼ شمېر ملکیانو ته هم په کې مرګ ژوبله واووښته.

د اګست په ۲۶ مه د کابل د هوايی ډګر په یوې دروازه کې د داعش ډلې په برید کې د ۱۷۰ تنه افغانانو تر څنګ ۱۳ امریکايي عسکر هم ووژل شول.

XS
SM
MD
LG