د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۱

د هرات د زندان د مخکېنۍ مشرې کورنۍ: عالیه عزیزي لا هم د طالبانو په بند کې ده


ارشیف، د عالیه عزیزي د خوشې کولو په ملاتړ اعتراض
ارشیف، د عالیه عزیزي د خوشې کولو په ملاتړ اعتراض

د تېر جمهوري نظام د هرات ولایت د زندان مشرې عالیې عزیزي کورنۍ وایي هغه لا هم د طالبانو په بند کې ده.

د عالیې عزیزي یو کوچني زوی تازه په یوه خپره کړې وېډیو کې ویلي چې له تېرو اوو میاشتو راهیسې له خپلې مور هېڅ احوال نه‌لري.

په دې ۱۶ ثانیه‌یي وېډیو کې چې په خواله رسنیو خپره شوې، کوچنی محمد حسین چې ځان د عالیې عزیزي زوی معرفي کوي، د خپلې مور د ازادۍ غوښتنه کړې او ادعا کوي چې هغه د طالبانو په بند کې ده.

عالیه عزیزي د تېر جمهوري نظام پولیسه چې د هرات ولایت د ښځو د زندان مشره وه، د کورنۍ د ادعا له مخې یې په نا مشخص تور طالبانو بندي کړې ده.

هڅه مو وکړه په دې اړه د طالبانو حکومت د استخباراتو عمومي ریاست څخه معلومات واخلو، د دغه ریاست ویاند خلیل همراز ازادي راډیو ته په یو لنډ لیکلي پیغام کې لیکلي چې "دا موضوع معلوماتو ته اړتیا لري، پوښتنه به وکړم."

ارشیف، د عالیه عزیزي د خوشې کولو په ملاتړ اعتراض
ارشیف، د عالیه عزیزي د خوشې کولو په ملاتړ اعتراض

موږ د راپور تر خپرېدو د نوموړي له لوري د موضوع په اړه نورو جزئیاتو ته هم په تمه شوو، خو شریک نه‌شول.

تر دې مخکې هم د هغې کورنۍ، د ښځو د حقونو فعالینو، د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان او ګڼو نورو بشري بنسټونو د نوموړې د ازادېدو غوښتنه کړې ده.

په ورته وخت کې د افغان ښځو د حقونو ځینې فعالینې وایي، طالبان باید نوموړې ازاده او یا یې له کورنۍ سره د هغې د وضعیت په اړه معلومات شریک کړي.

له دې ډلې د ښځو د حقونو فعالانو امنې مایار او تمنا صدیقي ازادي راډیو ته وویل: "هره ښځه د بشر په توګه د ازاد ژوند حق لري، خو که څوک تورن بلل کېږي د عادلانه محکمې لاسرسي حق لري چې تور یې وڅېړل شي او بیا ورته سزا ورکړل شي."

"د عالیه عزیزي وضعیت باید روښانه شي چې چېرې ده څه حالت کې ده؟ ژوندۍ ده او کنه که ژوندۍ وي باید ازاده شي باید کورنۍ سره‌يې معلومات شریک شي موږ له طالبانو غواړو چې افغان ښځو سره دې د اسلام په چوکاټ کې چلند وکړي."

د یادونې ده چې د عالیې عزیزي ترڅنګ د افغان ښځو د حقونو یو شمېر فعالنې او معترضینې هم طالبانو بندیانې کړې وې چې له ګڼو کورنیو او نړیوالو غبرګونونو وروسته‌یې خوشې کړي.

XS
SM
MD
LG