د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۸

خلک: ارزګان کې بې‌وزلو د خوړو نړیوال پروګرام مرسته چور کړې


د خوړو نړیوال پروګرام مرسته
د خوړو نړیوال پروګرام مرسته

ارزګان کې خلک وايي، د دې ولايت په مرکز ترينکوټ کې تېره ورځ یو شمېر بې‌وزلو خلکو د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو اېف پي) مواد چور کړي دي.

د سیمې يوه اوسېدونکي سردار ولي افغان نن «چهارشنبه د کب ۱۱» نېټه ازادي راډيو ته وويل چې تېره ورځ د ترينکوټ «مهربات» سيمه کې بې‌وزلو خلکو په يوه خوله د خوړو نړیوال پروګرام خوراکي مواد چې د «اې‌اېن‌سي‌سي) خصوصي انجو او یا هم مؤسسې له‌خوا د ارزګان خاص ارزګان ولسوالۍ ته انتقالېدل چور کړي او له ځان سره‌يې وړي دي.

هغه وايي، د سیمې خلک چې زيات بې‌وزله دي اړ شول ترڅو د يادې مؤسسې خوراکي توکي چور کړي.

دی وايي: "یو شمېر کسانو مؤسسه چور کړه، په دې موادو کې وړه او غوړي شامل دي، دا هغه کسان وو چې د سهار او ماښام ډوډۍ په کور کې نه‌لرله، مجبوره وو."

بل‌خوا یو شمېر سرچینو هم دا موضوع ازادي راډيو تأیید کړې، خو زیات معلومات‌يې ورنه‌کړل.

ارشیف، ارزګان کې د خوړو نړیوال پروګرام له لوري بې‌وزلو کورنیو سره مرسته
ارشیف، ارزګان کې د خوړو نړیوال پروګرام له لوري بې‌وزلو کورنیو سره مرسته

د سیمې يوه بل اوسېدونکي حبیب‌الله بیا پر مؤسساتو نيوکه کوي او زياتوي چې مرستندويه ارګانونه د مرستو په وېش کې فساد کوي او اړمنو کسانو ته مرستې نه‌ورکوي.

هغه وايي، د دې سيمو خلکو ته له ډېره وخته مرسته نه‌ده رسېدلې چې دا مهال د زيات فقر او غربت سره مخ دي.

هغه وویل: "کله چې مرستې کېږي، دغه مرستندويه ارګانونه‌يې پر خپلو خپلوانو وېشي، اړمنو کسانو ته مرستې نه‌ورکوي، خلک زيات وږي دي. د دغې سیمې خلکو ته له ډېره وخته مرستې نه‌دي رسېدلي."

دا چې د خلکو له‌خوا په څومره اندازه مواد د سیمې خلکو چور کړي، تر اوسه‌يې معلومات نه‌دي ترلاسه شوي، خو د سيمې د خلکو په خبره چې يو غټ موټر خوراکي مواد ول.

دا په داسې حال کې ده چې اوس‌مهال د راپور پر اساس د افغانستان نمايي وګړي د خوړو له کمښت سره مخامخ دي.

ازادي راډيو هڅه وکړه چې د خوړو نړیوال پروګرام مسؤلينو سره خبرې وکړي، خو بریالي نه‌شوه.

پر ارزګان ولایت واکمن طالبانو بیا په دې اړه ناخبري ښیي او ايي چې دوی په دې اړه پلټنې کوي او وروسته به رسنیو سره معلومات شریک کړي.

په ارزګان کې تل پر مؤسساتو نیوکې وي چې اړمنو خلکو ته د مرستې پر ځای د مرستندويه ارګانونو کارکوونکي خپلو خپلوانو ته مرستې وېشي.

ارشیف، ارزګان کې د خوړو نړیوال پروګرام له لوري بې‌وزلو کورنیو سره مرسته
ارشیف، ارزګان کې د خوړو نړیوال پروګرام له لوري بې‌وزلو کورنیو سره مرسته

په ارزګان کې د طالبانو د مؤسسساتو يوه مشر مولوي حسن تر دې مخکې په څو ځله ډاډ څرګند کړی دی چې د غير دولتي مؤسساتو مرستې پر اړمنو خلکو په شفاف ډول وېشل کېږي.

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته خلک له سخت فقر او غربت سره مخ دي او د بېلابېلو لارو هڅه کوي ترڅو د ځان لپاره يوه ګوله ډوډۍ ترلاسه کړي.

XS
SM
MD
LG