د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۰

د سره صلیب کمېټه: غواړو افغانستان کې ټول روغتیاپالان خپلو دندو ته ستانه شي


په افغانستان کې د سره صلیب د نړیوالې کمېټې مشر وايي چې په دې هېواد کې باید نور ډېر کار هم وشي.
په افغانستان کې د سره صلیب د نړیوالې کمېټې مشر وايي چې په دې هېواد کې باید نور ډېر کار هم وشي.

د سره صلیب نړیواله کمېټه یا 'ICRC​'وايي چې د افغانستان د اقتصادي سیسټم د سقوط د مخنیوي لپاره هڅه کوي.

په افغانستان کې د دې کمېټې مشر ایلوی فیلیون پرون پر ټویټر په یو بیان کې ولیکل چې 'ICRC​' هڅه کوي د روغتیا د برخې کار کوونکي د افغانستان خلکو ته د حیاتي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې کار ته دوام ورکړي.

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، د افغانستان له نیمايي زیات وګړي له لوږې سره مخامخ دي او سمدستي مرستو ته اړتیا لري او د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش په روانه اوونۍ کې وویل، د افغانستان اقتصاد د سقوط په حال کې دی او د ژغورلو لپاره یې باید ژر تر ژر هلته نغدې پیسې ورسول شي.

ګوترېش خبرداری ورکړ چې وخت مهم دی او که چټک اقدام ونه شي نو ناوړه عواقب له ولري.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش ویلي، د افغانستان اقتصاد د سقوط په حال کې دی
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش ویلي، د افغانستان اقتصاد د سقوط په حال کې دی

ملګري ملتونو له څو اوونیو راهیسې په منظم ډول میلیونونه ډالر افغانستان ته لېږي او د افغانستان د نړیوال بانک له لارې یې په خپلو څانګو وېشي، څو له خلکو سره د مرستو په پروګرامونو یې ولګوي.

همدا راز یونېسف په ځینو ولایتونو کې د اړینو مرستو او صحي خدماتو سیار ټيمونه او د نغدي پيسو د وېش پروګرامونه پيل کړي دي.

خو په افغانستان کې د سره صلیب د نړیوالې کمېټې مشر په خپل پروني ټویت کې ویلي چې بشري هڅې د عامه خدماتو د سکتور د سقوط تشه نه شي ډکولی، نو ځکه دی وايي چې په افغانستان کې باید تر دې زیات کار وشي.

  • 16x9 Image

    احمد تکل

    احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

XS
SM
MD
LG