د فوټسال له ۱۹ کلنو د کم عمره ځوانانو د مرکزي اسیا د فوټسال په سیالیو کې افغانستان نن خپله وروستۍ لوبه له ازبکستان سره کوي.
د نن ورځې لوبه به د افغانستان پر وخت دوه نیمي بجې پیلیږي.
که د افغانستان د نولس کلونو کم عمره ځوانانو لوبډله د ازبکستان د لوبډلې په وړاندې په لوی توپیر بری خپل کړي ښايې د دې سیالیو اتلولي ترلاسه کړي.
اوس مهال افغانستان د دې سیالیو د نومرو په جدول کې له ایران وروسته دوهم ځای لري.
که افغانستان لوبه وګټي نو د امتیازونو د جدول لومړی ځای خپلوي خو که ایران خپلې وروستۍ راتلونکې دوه لوبې وګټي نو ایران به لومړی، او بیا ښایي افغانستان دوهم ځای خپل کړي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون د نن ورځې د لوبې په اړه د لوبغاړو د پوره تیاري خبر ورکړی.
د فوټبال فدراسیون رئیس یوسف کارګر ازادي راډيو ته وویل:" په ځانګړي ډول د فوټسال په اړه چې هره دقیقه د لوبې د بدلون امکانات وي وړاندوینه سخته ده خو موږ د انګیزې او د لوبغاړو له فیزیکي پلوه او دغه شان د تخنیکونو له اړخه د ازبکستان په لوبډلې برتري لرو، نو هیله مو داده چې د افغان ملت د دعاګانو په برکت او د لوبغاړو په خوارۍ به بریا خپله کړو."
دا د مرکزي اسیا د فوټسال له ۱۹ کلنو د کم عمره ځوانانو د اتلولۍ په سیالیو کې د افغانستان څلورمه او وروستۍ لوبه ده.
له دې وړاندې افغان تنکیو ځوانانو تاجکستان پنځه - یو او کوربه قرغزستان پنځه - درې ګټلی و.
خو په لومړۍ لوبه کې یې له ایران لس د درې په وړاندې په لوی توپیر ماته خوړلې وه.
که په دې سیالیو کې افغان لوبډله لومړی یا هم دوهم مقام خپل کړي نو دا به پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ را وروسته د فوټسال د ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو لومړۍ ستره بریا وي.
په افغانستان د طالبانو د دوهم ځل واکمنۍ له پیل راهیسې د بېلابېلو لوبو لسګونه افغان لوبغاړو یا خو خپله دا هېواد پرېښی او یا هم د بېلابېلو ورزشي بنسټونو له لوري ویستل شوي دي چې د فوټسال د نجونو له ۱۹ کلنو د کم عمره لوبډلې غړې هم په کې دي.
د یادونې ده، چې د مرکزي اسیا د فوټسال د ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو د اتلولۍ سیالۍ څو ورځې وړاندې د قرغزستان په مرکز بشکېک کې د افغانستان، ایران، ازبکستان، تاجکستان او کوربه قرغزستان ترمنځ پیل شوي دي.