د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۶

د امریکا بهرنیو چارو وزارت د افغانستان شتمنیو په اړه د بایډن پرېکړه توجیه کوي


د متحده‌ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس
د متحده‌ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس

که څه هم د افغانستان د کنګل شوې پانګې په اړه د جمهور رییس جو بایډن پرېکړې پراخ منفي غبرګون درلود، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دا پرېکړه بیا هم توجیح کوي.

د متحده‌ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس پرون رسنیو ته وویل، افغانستان ته د ۳،۵ میلیارډه ډالره پانګې د ازادېدو پرېکړه، ورځ تر بلې دې هېواد کې د بشري او اقتصادي وضعیت د خرابېدو د مخنیوي لپاره شوې.

خو ښاغلی پرایس دا هم وايي، لا د دې پانګې د لېږد طرحه نه‌ده بشپړې او نه هم هغه‌ تګ‌لاره معلومه ده چې پر بنسټ یې، دا پیسې افغانستان ته ولېږل شي: "افغانان چې خپله هم د ترهګرۍ قربانیان دي، تراوسه ورته د دې پانګې د کاروونې لپاره هېڅ پرېکړه نه‌ده شوې. که هر میکانېزم جوړېږي، په داسې ډول به طرحه شي چې د طالبانو او یا هم نورو هغو ډلو ته چې بندیز پرې لګول شوی، لاسته د لوېدو ګواښ کم کړي."

د متحده‌ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت نېډ پرایس د افغانستان له بانکي زېرمې د سېپټمبر د ۱۱مې پېښې د قربانیانو کورنیو ته د ۳،۵ میلیارډ ډالرو د ورکولو په اړه وویل، دا کورنۍ د طالبانو خلاف دعوه لري او قضیه یې په فډرالي محکمه کې ده.

ښاغلي پرایس زیاته کړه، اوس دا پرېکړه د فډرال محکمه کوي چې ۳،۵ میلیارډه ډالر یې د سېپټمبر د ۱۱مې د پېښې قربانیانو ته ورکړل شي او که نه؟

د جمهور رییس بایډن د جمعې په ورځ په خپله اجراییه فرمان کې د افغانستان له بانکي زېرمې ۳،۵ میلیارډه ډالر د سېپټمبر د پېښې قربانیانو ته د غرامت لپاره ځانګړي کړل.

د سېپټمبر د ۱۱مې د پېښې قربانیان طالبان پړه ګڼي چې ګنې د دې بریدونو طراح ته یې خپله خاوره کې ځای ورکړی، خو د طالبانو د حکومت د ملي دفاع سرپرست وزیر محمد یعقوب مجاهد تېره شپه له ملي ټلوېزیون سره مرکه کې دا ادعا په کلکه رد کړه.

د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست محمد یعقوب مجاهد
د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست محمد یعقوب مجاهد

هغه وویل: "په هغه مساله کې افغانان هېڅ ښکېل نه وو. دوی تراوسه دا نه‌ده ثابته کړې چې په هغې کې افغانان ښکېل وو او که نه. برید چا کړی، څه وخت شوی او شتمني د چا کنګل کېږي. دا یو ډېر غیر منطقي کار دی."

د افغانستان د کنګل شوې زېرمې د ازادۍ په اړه د جمهور رییس بایډن د پرېکړې وروسته، په افغانستان او خپله امریکا کې هم پراخ منفي غبرګونونه را پورته شول او دا پانګه یې د افغانستان د ملت حق وباله چې نه‌باید په دې ډول وپاشل او ووېشل شي.

XS
SM
MD
LG