د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۰

طالبان: د کنګل شویو پیسو په اړه د بایډن پرېکړې د امریکا د بانکونو اعتماد زیانمن کړی


د امریکا ولسمشر جوبایډن
د امریکا ولسمشر جوبایډن

د طالبانو حکومت وايي، د افغانستان د ګنګل شویو پیسو په اړه د امریکا د جمهور رئیس جوبایډن پرېکړه په نړیوالو کچه له انتقاد سره مخ شوې او د امریکا هویت او شخصیت یې زیانمن کړی دی.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل چې دې پرېکړې د هغه هېواد د بانکونو اعتماد زیامن کړی او لا یې زیانمنوي.

مجاهد زیاتوي:" دا پیسې د امریکا په بانکونو کې ایښې وې د امانت په ډول او دلته د امریکايی بانکونو د امانت دارۍ او اعتماد کچه هم په شدت سره زیان ویني چې دوی نه شي کولای امانتونه وساتي."

مجاهد وایي، د بایډن پرېکړې د امریکا د بانکونو اعتماد زیانمن کړی
مجاهد وایي، د بایډن پرېکړې د امریکا د بانکونو اعتماد زیانمن کړی

ښاغلی مجاهد وايي، د یادې پرېکړې په تړاو د دوی درېځ څرګند دی، دا پیسې د افغانستان د خلکو شتمني ده او څومره ژر چې کېږي، امریکا دې خپله دا پرېکړه بېرته واخلي.

د افغانستان د کنګل شویو بانکې زېرمو په اړه د جمهور رئیس بایدن د پرېکړې په اړه چې د جمعې په ورځ یې وکړه راغلي چې دا ۷ میلیارد ډالره دې دوه برخې شي، نیمايي دې د سپټمبر د ۱۱ مې د قربانیانو کورنیو ته ځانګړې شي او پاتې نورې دې په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره ولګول شي.

سپینې ماڼۍ په یوه اعلامیه کې ویلي، دا فرمان د دې لپاره صادر شوی چې یوه لاره برابره کړي چې دا پیسې د افغانستان خلکو ته ورسېږي، خو په ورته وخت کې د طالبانو او ورانکارو عناصرو لاسونو ته ونه لوېږي.

که څه هم د طالبانو د حکومت ویاند وايي، د جمهور رئیس بایدن دا پرېکړه په نړیواله کچه له انتقادونو سره مخ شوي، خو د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي دوه میاشتې مخکې د لیندۍ په ۲۳ ویلي و چې دا یوه ډېره پېچلې موضوع ده او موږ په تل‌پاتې توګه له خپلو شریکانو او متحدانو سره په هم‌غږۍ او هم‌فکرۍ په دې اړه بحث کوو.

د بشري حقونو د څار سازمان بیا ویلي، که د افغانستان بانکي زېرمه په دې ډول ووېشل شي، په دې هېواد کې به اقتصادي ثبات له‌منځه یوسي.

XS
SM
MD
LG