د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۳

یو شمېر افغانو مېرمنو د افغانستان د مالي شتمنۍ په اړه بایډن ته پرانیستی لیک لېږلی 


ارشیف؛ ښځینه لاریون کوونکي
ارشیف؛ ښځینه لاریون کوونکي

د افغانستان یو شمېر فعالو مېرمنو په یوه پرانیستي لیک کې د امریکا د متحده ایالاتو له جمهور رئیس جو بایډن څخه غوښتي چې د سپټمبر ۱۱مې پېښې قربانیانو کورنیو ته د افغانستان د شتمنۍ د یوې برخې د ځانګړې کولو په پرېکړه له سره غور وکړي.

دغه لیک د ۴ زره افغان مېرمنو په استازیتوب چې له بنسټونو جوړ دی لیکل شوی او څه باندی سلو فعالو افغان مېرمنو لاسلیک کړی دی.

په لیک کې راغلي چې افغانان د سپتمبر د یوولسمې په پېښه کې د قرباني شویو امریکایی وګړو د کورنیو په غم کې شریک دي، خو هېڅ افغان په دغه برید کې لاس نه درلود او د دې برید اصلي طرحه کوونکي بهرنیان وو او په پاکستان کې ووژل شول.

افغانه لاریون کوونکې
افغانه لاریون کوونکې

د افغان مېرمنو د شبکې غړی شمایل زارع د دې لیک په اړه ازادي راډیو ته وویل:" حقیقت دا دی چې افغانان ناوړه اقتصادی او امنیتی وضعیت تجربه کوي، دا چې د افغانانو پیسې دې د سپتمبر یولسمې پیښې قربانیانو ته ورکړل شي دا د افغانو مېرمنو او افغان ماشومانو په حق کې یوه بې عدالتي ده."

افغان مېرمنو د امریکا جمهور رئیس ته په خپله لیک کې لیکلي چې اوس مهال ملیونونه افغانان له افغانستانه د بهرنیانو د نا ببره وتلو بیه پرې کوي او مېرمنې او ماشومان له ناوړه اقتصادي وضعیته کړیږي.

په لیک کې دغه شان راغلي چې د بهرنیانو د غیر مسؤلانه وتلو له امله زرګونه افغان مېرمنې چې پخوا یې د افغانستان د حکومتولی او پرمختګ په برخه کې کار کاوه په بهر کې له نا معلوم برخلیک سره مخ دي.

افغان مېرمنو له امریکا متحده ایالاتو غوښتي چې له اوسنی ناوړه اقتصادی وضعیت څخه د وتو لپاره دې له افغانانو سره په بشري برخه کې مرسته وکړي او د اقتصادی وضعیت د نورمال کېدو لپاره دې له افغانستان بانک سره مالي همکاریو ته دوام ورکړي.

د یادونې ده چې مخکې تر دې د طالبانو د حکومت چارواکو، پخوانی جمهور رئیس حامد کرزي، افغان پانګه والو او سوداګر او عامو وګړو هم له جو بایدن غوښتي چې خپله دغه پرېکړه بېرته واخلي.

XS
SM
MD
LG