د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۴

ایران ته د طالب پلاوي سفر؛ په کومو ټکو بحثونه شوي او پایله یې څه وه؟


له ایراني چارواکو سره د طالب پلاوي لېدنې
له ایراني چارواکو سره د طالب پلاوي لېدنې

طالبان په تهران کې د خبرو پایلې ګټورې بولي.

د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال احمدالله وثیق تېره شپه ناوخته ازادي راډیو ته وویل چې په هغه کتنه کې چې د طالبانو پلاوي له ایراني چارواکو سره درلوده، پر دوه اړخېزو اړیکو، سوداګرۍ، انرژۍ، ترانزیت او امنیتي مسئلو رغنده او ګټورې خبرې وشوې.

د طالبانو پلاوي د ایران د بهرنیو چارو له وزیر حسین امیرعبداللهیان او د ولسمشر له ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي سره وکتل.

امیر خان متقي د ایران د ولسمشر له ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي سره کتلي.
امیر خان متقي د ایران د ولسمشر له ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي سره کتلي.

ښاغلي وثیق زیاته کړه چې په دې کتنه کې د سیمې د هېوادونو د اتصال د یوې نقطې په توګه د افغانستان پرجغرافیایي موقعیت تاکید وشو.

وثیق زیاتوي:" همدارنګه دواړه لورو د افغانستان ځمکنی موقعیت، د مرکزي او جنوبي اسیا ترمنځ مواصلاتي نښلونکي لاره وبلله چې د ایران هېواد هم کولای شي له همدې لارې خپل صادرات د سیمې هیوادو ته د ترانزیت په ډول ولېږدوي او هم افغانستان وکولای شي چې د ایران له لارې له ټرانزیت ګټه واخلي."

وثیق وایي په تهران کې د طالبانو او ایراني چارواکو ترمنځ د خبرو پایلې ګټورې وې
وثیق وایي په تهران کې د طالبانو او ایراني چارواکو ترمنځ د خبرو پایلې ګټورې وې

ښاغلي وثیق همدارنګه وویل چې د طالبانو په دې پلاوي کې د سوداګرۍ، اقتصاد او صنعت او د مالیې سرپرست وزیران او د سرحدونو د چارو او فواید عامې وزارتونو مرستیالان او د افغانستان بانک رئیس ملګرتیا کوله چې هر یوه هم له خپل ایراني لوري سره لېدنې کتنې ترسره کړې.

په ورته وخت کې د تهران ټایمز ورځپانې راپور ورکړ چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان له خپل هندي سیال د بهرنیو چارو له وزیر سوبر اهمانیام جي شنکر سره پر ټلیفون د افغانستان په ګډون پر مهمو مسئلو خبرې وکړې.

د راپور له مخې د ایران د بهرنیو چارو وزیر په دې خبرو کې په افغانستان کې د یوه پراخ بنسټه حکومت پرجوړېدو ټینګار وکړ.

د بهرنیو چارو وزیر دغه راز له افغانستان سره د هند بشري مرستو ته په اشاره وویل چې ایران هغه هېواد ته د هند د مرستو لکه د غنمو، درملو او د 'کووېډ-۱۹' واکسین د لېږدولو په برخه کې همکاري او هر ډول اقداماتو ته چمتو دی.

د راپور له مخې د هند د بهرنیو چارو وزیر له افغانستان سره د خپل هېواد مرستو ته په اشارې ویلي چې د افغانستان پر وړاندې د هند سیاست د پخوا په څېر دی.

هند چې په تېرو نږدې ۲۰ کلونو کې یې د افغانستان له پخوانیو حکومتونو سره نږدې اړیکې پاللې، د دې هېواد له بیارغونې سره د څه باندې ۳ ملیارډ ډالرو مرسته کړې ده.

دا له کله چې طالبانو د تېر کال په اګست میاشت کې کابل ونیو،ګاونډي هېواد ایران ته د طالبانو د یوه جګپوړي پلاوي لومړنی سفر دی.

ایران لکه د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر تراوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی.

XS
SM
MD
LG