افغانستان
امیر خان متقي: تهران کې مو له ایراني چارواکو سره خبرې رغنده وې
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر وايي په تهران کې یې له ایراني چارواکو سره خبرې رغنده وې.
له ښاغلي متقي سره د اقتصاد، صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیران، د افغانستان بانک لوی رئیس او د څو وزارتونو معینان په دې سفر کې ملګري دي.
امیرخان متقي چې له یوه جګپوړي دولتي پلاوي سره یوځای پرون تهران ته ولاړ په یوه بیان کې چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت خپور کړی ویلي چې هیله لري د دې سفر پایلې هم مثبتې وي.
متقي ویلي:" مجلسونه مو د ایران د بهرنیو چارو له وزیر، د افغانستان لپاره له ځانګړي استازي او نورو مسؤلینو سره په ټولو برخو کې مثبت وو، او هیله من یو چې نتایج به یې هم ښه وي."
د طالبانو حکومت چې په نړیوال ډګر کې د رسمیت موندنې لپاره هڅه کوي په کور دننه هم له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس ګرېوان دی.
د ایران، پاکستان او نورو ګاونډیانو په ګډون د نړۍ هېڅ هېواد هم تراوسه د طالبان حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د طالبانو د کانونو وزیر د عینک د مسو له قرارداي شرکتونو د عملي کار دپیل غوښتنه کړې
افغانستان کې د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزیر هدایت الله بدري د عینکو دمس د کان له قراردادي کمپنیو غوښتي چې د پروژې عملي چارې پیل کړي .
د کانونو او پیټرولیم وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو لورو د پروژې په چارو کې په راغلې ځنډ خبرې کړي او د MCCT چینايي کمپنۍ عمومي رئیس ډاډ ورکړئ چې د معدنکاري ځڼدمنې شوې چارې به ترسره شي.
د عینک د مسو کان د لوګر ولایت په محمداغې ولسوالۍ کې دی او د زېرمو ارزښت یې شاوخوا ۵۰ میلیارد ډالره اټکل کېږي.
دا پروژه اوولس کاله مخکې قرارداد شوې خو تر دې دمه یې د استخراج په چارو کې د پام وړ پرمختګ نه ترسترګو کیږي.
د طالبانو د کانونو او پترولیم وزارت د تیر ۱۴۰۴ کال په زمري میاشت کې وویل چې د عینک د مسو د کان د اکتشاف او استخراج تړون یې د پنځلسو نورو کلونو په مخه تمدید کړ.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت تیرکال مرغومي میاشت کې وویل چې چینايي شرکت د مس عینک کان د لرغونو اثارو د خوندي کولو لپاره یوه طرحه ورسپارلې ده.
د اتریش د کورنیو او بهرنیو چارو وزیران د ازبکستان له چارواکو سره د افغان کډوالو په تړاو غږیږي
ټاکل شوې ده چې د اتریش د بهرنیو چارو وزیر بیاته ماینل رایزینګر او د دغه هیواد د کورنیو چارو وزیر ګرهارد کارنر پنجشنبه( د مې ۶ مه) له ازبکستان سره د افغان کډوالو په تړاو یو تړون لاسلیک کړي.
د اتریش حکومت غواړي له خپلې خاورې یوشمیر افغانان د ازبکستان له لارې افغانستان ته واستوي.
د اتریش د بهرنیو چارو وزیر وویل، له ازبکستان سره تړون « د یوې ثابتې او عادلانه پناه غوښتنې د پالیسۍ» د یوې برخې په توګه د کډوالو د ایستلو لپاره شرایط رامنځته کوي.
د اتریش حکومت دې هڅې ته د « منظم مهاجرت د سیاست» نوم ورکړی دی خو د بشري حقونو یو شمیر بنسټونو د دې اقدام د بشري اغزیو په تړاو اندیښنه ښکاره کړې ده.
د پاور لیفټینګ شپږ افغان لوبغاړي په نړیوالو سیالیو کې برخه اخلي
په بلاروس کې د پاور لیفټینګ په نړیوالو سیالیو کې شپږ افغان لوبغاړي برخه اخلي.
دا سیالۍ نن( د مې ۶ مه) پيلیږي او تر یکشنبې دوام کوي.
د طالبانو د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست سه شنبه( د اپریل ۵ مه) خبر ورکړ چې د افغانستان د پاورلیفټینګ شپږ لوبغاړي او یو روزونکی بلاروس ته ولاړل.
د پاور لفټینګ نړیوال فدراسیون تر چتر لاندې تر سلو ډیر هیوادونه دي، چې تمه ده د بلاروس په لوبو کې د شاوخوا پنځوسو هیوادونو لوبغاړي ګډون وکړي.
په بدخشان کې ترافیکي پېښې ۹ تنو ته مرګ ژوبله واړوله
په بدخشان کې د یوې ترافیکي پېښې په ترڅ کې پنځه تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او څلور تنه ټپيان شوې دي.
په بدخشان کې د طالبانو د امنیه قومانداني ویاند احسان اله کامګار کورنیو رسنیو ته وویل چې دا پېښه سه شنبه تر غرمې وروسته هغه وخت رامنځته شوه چې یو لنډ کروزر موټر د مایمي ولسوالي په « غذ دره» سیمه کې چپه شو.
د ټپيانو وضعیت نازک ښودل شوی دی.
د قابلو نړیواله ورځ؛ ملګري ملتونه وايي پر یو میلیون قابلو دې پانګونه وشي
د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (UNFPA) وايي،" په افغانستان کې پر څه باندې یو میلیون قابلو پانګونه د میندو او نویو زیږیدلو ماشومانو د ژوند ژغورنې لپاره تر ټولو اغیزناکه لار ده".
دغه سازمان نن سه شنبې د مې ۵مه د قابلو د نړیوالې ورځې په مناسبت پر خپلې ایکس پاڼې لیکي چې پر قابلو دغه پانګونه کولی شي له میندو سره د امیندوارۍ، خوندي زیږون او له زیږون وروسته مرسته وکړي.
دا تازه خبرداری په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق یونیسیف ویلي وو چې تر ۲۰۳۰کاله به افغانستان د ښوونکو او روغتیايي کارکوونکو له جدي کمښت سره مخ شي.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنیدو وروسته له شپږم ټولګیو پورته نجونې له زده کړو محرومې شوي او له پوهنتوني زده کړو هم راګرځول شوي دي.
د پاکستان د پوځ یو ملاتړی مشهور دیني عالم شیخ محمد ادریس ووژل شو
ناپیژنده وسله والو د پاکستان یو وتلی دیني عالم شیخ محمد ادریس وژلی دی.
پاکستاني رسنیو لیکلي چې پر نوموړي نن سه شنبه سهار مهال د خیبرپښتونخوا په چارسده کې ډزې شوي دي.
وړاندې راغلي چې ډزې د دوو موټرسایکل سپرو له خوا د شیخ ادریس پر موټر هغه مهال شوي چې نوموړی خپلې مدرسې ته روان و.
شیخ ادریس په دې وروستیو کې د پاکستاني پوځ او د پوځ د مشر عاصم منیر په ملاتړ څرګندونې کولې.
تحریک طالبان پاکستان ( ټي.ټي.پي) د هغه پر وژل کېدو خواشیني څرګنده کړې او نوموړی یې د "اکوړه خټک حقانیه دارالعلوم د زرګونه مجاهدینو" استاد بللی دی.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هم په دې اړه یوه خبرپاڼه کې د شیخ محمد ادریس پر وژل کېدو خفګان څرګند کړی دی.
اعلامیه کې د هغه وژل کېدل غندل شوي او " د اسلام او علماوو د دښمنانو" کار بلل شوی دی.
تراوسه د پيښې مسولیت کومې ډلې نه دی منلی.
د افغانستان د وزن اوچتولو ټیم نن بلاروس ته روانیږي
ټاکل شوې چې د افغانستان د وزن اوچتولو ټیم نن سه شنبې بلاروس ته ولاړشي.
د طالبانو ترکنترول لاندې باختراژانس رپوټ ورکوي چې د ۶ غړو دغه ټیم په نړیوالو سیالیو کې ګډون لپاره بلاروس ته ځي.
د وزن اوچتولو نړیواله سیالي د چهارشنبې په ورځ د دبیلابیلو هیوادونو د سلګونو ورزشکارانو په ګډون پیلیږي.
افغانستان کې د چاپېریال ساتنې لپاره د رضاکارانو د عالي شورا تاسیس
افغانستان کې د طالبانو حکومت د چاپېریال ساتنې لپاره د رضاکارانو د عالي شورا د تاسیس خبر ورکړ.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې رئیس مطیعالحق خالص،د دې شورا د پرانیستلو په مراسمو کې له افغانانو وغوښتل چې د چاپېریال ساتنې لپاره په ګډه کار وکړي.
هغه ټینګار وکړ چې د چاپېریال ساتنه یوازې د حکومت مسؤلیت نه دی، بلکې د خلکو ګډو هڅو ته اړتیا لري.
هغه همدارنګه له بهرنیو هېوادونو وغوښتل چې د اقلیم او چاپېریال بحران باید د سیاسي وسیلې په توګه ونه کارول شي، ځکه دا موضوع بشري بڼه لري او د ټولو هېوادونو همکارۍ ته اړتیا لري.
د خالص په وینا، د چاپېریال ساتنې د رضاکارانو عالي شورا کې به استادان، علماء او ځوانان شامل وي.
ملګري ملتونه وايي افغانستان د اقلیمي بدلونونو د اغیزو له پلوه د نړۍ له تر ټولو زیانمنو هېوادونو څخه دی او د مدیریت لپاره یې ډېر کم امکانات لري.
افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي کونړ باندې د پاکستان نويو بریدونو کې ولسي خلک په نښه شوي
افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي چې ډیورند کرښې ته څیرمه د کونړ دانګام ولسوالۍ باندې د پاکستاني ځواکونو په نویو بریدونو کې د ولسي خلکو کورونه په نښه شوي دي.
د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت دوشنبه په خپله ایکسپاڼه ولیکل چې د یادو بریدونو له امله درې ملکي کسان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.
هغه زیاته کړې چې په دغو بریدونو کې د نجونو او هلکانو دوه ښوونځي، یو روغتیايي مرکز او دوه جوماتونه ویجاړ شوي، او شاوخوا ۸۰ څاروي هم له منځه تللي دي.
تر اوسه پاکستان په دې اړه څه نه دي ویلي.
خو د تیرې جمعې په ورځ پاکستان په ورته ادعا کې ویلي وو چې د افغانستان له لوري طالب ځواکونو د خیبرپښتونخوا په باجوړ کې ملکي وګړي په نښه کړي چې له کبله یې لږ تر لږه ۹ تنه وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.
چارواکي وایي، له جرمني افغانستان ته په جرمونو کې د ښکیلو کسانو د لیږلو بهیردوام لري
د جرمني د کورنیو چارو وزیر وایي، افغانستان ته په جرمني په جرمونو کې د ښکیلو افغانانو د لیږلو بهیر دوام لري.
الکساندر دوبرینت د یکشنبې په ورځ د جرمني اې آرډي شبکې سره په خبرو کې ویلي چې د جرمني حکومت پلان لري چې افغانستان ته د مجرمینو لیږلو ته دوام ورکړي او دغه بهیر اوس هره اونۍ ترسره کیږي. هغه همدارنګه وویل چې حکومت یې په افغانستان کې له واکمنو چارواکو سره د دې موضوع په اړه خبرې مخ ته وړي او زیاته یې کړه، هغه کسان چې پردې بهیرانتقاد کوي باید په دې پوه شي چې که سخت مجرمین پریږدي چې په دې هیواد کې پاتې شي، ایا جرمني به خوندي هیواد شي؟ جرمني له کله چې دغه بهیرپیل کړی، تراوسه یې په چارټرالوتکو کې لسګونوکسان افغانستان ته استولي دي.