د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۷:۴۵

روسيې ته د جرمني خبرداری: پر اوکراین پوځي یرغل به مو له سختو بندیزونو سره مخ کړي

د روسیې او اوکراین ترمنځ پوله
د روسیې او اوکراین ترمنځ پوله

د اوکراین پولې ته نږدې د روسیې د سلګونو پوځیانو ځای پر ځای کېدو نه‌یوازې په اوکراین، بلکې په نورو لوېدیځو هېوادونو له دې ډلې جرمني کې اندېښنې ولاړې کړې دي.

د جرمني دوو وزيرانو د اروپايي ټولنې پخوانی خبرداری بیا تکرار کړ، هغه دا چې پر اوکراین د پوځي یرغل په صورت کې به روسیه له سختو بندیزونو سره مخامخه شي.

دوی ویلي، دا احتمال کولای شي برلین دې ته مجبور کړي چې له مسکو سره د نورد سټریم-۲ په نوم د طبیعي ګازو د نل‌لیکې په تړاو پر خپله همکارۍ بیا غور وکړي.

نارډ سټریم-۲ نل‌ليکه
نارډ سټریم-۲ نل‌ليکه

دا تازه خبرداری داسې مهال ورکول کېږي چې کیف او لوېدیځ ملاتړي یې پر روسیه تور لګوي چې د اوکراین پولې ته څېرمه د خپلو سلګونو پوځیانو په ځای پر ځای کولو سره د راروانې میلادي میاشتې په لومړیو کې پر اوکراین احتمالي پوځي یرغل ته ځان چمتو کوي، خو روسیه دا تور نه‌مني.

وروسته له هغې چې روسیې په ۲۰۱۴م کال کې د اوکراین کریمیا ټاپووزمه لاندې او له خپلې خاورې سره الحاق کړه، دغه‌راز یې د اوکراین په ختیځ کې د روس‌پلوه بېلتون غوښتونکو ملاتړ ته دوام ورکړ، اروپايي ټولنې څو څو وارې پر روسیې بندیزونه ولګول.

د اوکراین په ختیځ کې د روانې جګړې له کبله تر اوسه ۱۳،۲۰۰ کسان وژل شوي دي.

اروپايي ټولنې له روسیې د کړکېچ د کمولو او د اوکراین په ختیځ کې د روانې شخړې د حل لپاره د ډیپلوماسۍ د لارې غوره کولو غوښتنه کړې ده.

دغې ټولنې خبرداری ورکړی چې پر اوکراین د هر ډول پوځي یرغل په صورت کې به اروپا له بریتانیا او د امریکا له متحده ایالاتو سره په همغږۍ پر مسکو لا سخت بندیزونه ولګوي.

روسیې پر اوکراین د پوځي یرغل د احتمال تورونه رد کړي دي.

د جرمني دفاع وزیرې کریستین لامبریخت پرون یکشنبه له بیلډ ام سونتاګ ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل، روسیه نه‌شي کولای د سیمې د امنیت په اړه ناټو تړون ته حکمونه ورکړي.

د هغې په خبره پر اوکراین د روسیې د یرغل په صورت کې د مسکو پر وړاندې له هرو ممکنه ډیپلوماتیکو او اقتصادي بندیزونو کار اخیستل کېږي.

د جرمني دفاع وزیره
د جرمني دفاع وزیره

د روسیې له‌خوا د کریمیا ټاپووزمې تر لاندې کولو وروسته، ناټو تړون د ختیځې اروپا په پولو کې خپل حضور پراخ کړی چې دې کار د مسکو انتقادونه پارولي دي.

بل‌خوا د جرمني د اقتصاد وزیر رابرت هابک هم خبرداری ورکړ، پر اوکراین د روسیې د یرغل په صورت کې به د نورد سټریم-۲ په نوم هغه نل‌لیکه چې طبیعي ګاز له روسیې جرمني ته لېږدوي، ممکن له سختو عواقبو سره مخامخه شي.

په پام کې ده دغه نل‌لیکه جرمني ته د روسیې د ګازو انتقال دوه برابر زیات کړي، خو دغه پروژه په وروستیو کې د پولنډ په ګډون په اروپايي ټولنه کې د جرمني د شرقي متحدانو له انتقادونو سره مخامخ شوې ده.

امریکا او اوکراین هم د دې پروژې مخالفین دي او په وار وار یې له جرمني غوښتنه کړې چې په دې اړه دې بیا غور وکړي.

This item is part of

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG