د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۲

روسیه د بېلاروس لویدیځې پولې ته جنګي الوتکې په ګزمه لېږي


ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

روسیې پرون شنبه (د لېندۍ ۲۷مه) د ستراتیژيک بمبارد دوه الوتکې چې د اټمي وسلو د لېږد وړتیا هم لري، د بېلاروس لویدیځې پولې ته ولېږلې.

دا پوځي تحرکات داسې مهال کېږي چې په ټوله ختیځه اروپا کې نانندرۍ ډېرې شوي دي.

په مینسک کې چارواکو ویلي، د روسیې د دغو دوو 'Tu-22M3' الوتکو ملګرتیا نورو روسي او بېلاروسي الوتکو کوله.

د دې چارواکو په وینا، په تېره یوه میاشت کې دا درېیم ځل دی چې دا ډول ماموریت ترسره کېږي.

د روسیې او لویدیځ ترمنځ اړیکې ځکه خړې پړې شوي چې دغه هېواد له اوکراین سره نژدې پوله کې پوځي تحرکات پيل کړي او ځواکونه یې ځای پر ځای کړي دي.

د اروپا اړیکې بیا د روسیې له متحد بېلاروس سره هم خرابې دي او اروپایي ټولنه بېلاروس د پولنډ په سرحد کې د کډوالۍ د ناورین لامل بولي.

اوکرایني چارواکو د بېلاروس پر خاوره د روسي الوتکو پر ګزمې اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، ممکن روسیه پر دوی د برید لپاره د بېلاروس له خاورې ګټه واخلي.

امریکا او ناټو بیا روسیې ته پر اوکراین د برید له کبله د ناوړه عواقبو خبرداری ورکړی دی.

د بریتانیا د دفاع وزیر بن والاس هم پرون شنبه سپېکټیټور مجلې ته ویلي: 'ډېره لېرې ده' چې د ناټو غړي هېوادونه دې د اوکراین د دفاع لپاره سیمې ته خپل ځواکونه ولېږي.

ده وویل، اوکراین د ناټو غړی نه دی، نو ځکه داسې نه بریښي چې څوک دې خپل ځواکونه ور ولېږي.

د امریکا د پوځ متقاعد افسر او د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا کې د اروپا او روسیې د چارو پخوانی ریس الکساندر ویندمن د ازادې اروپا راډیو/ ازادي راډیو ته ویلي، روسیه غواړي د اوکراین پوځ وځپي.

د امریکا د پوځ متقاعد افسر الکساندر ویندمن ویلي، روسیه غواړي د اوکراین پوځ وځپي.
د امریکا د پوځ متقاعد افسر الکساندر ویندمن ویلي، روسیه غواړي د اوکراین پوځ وځپي.

دی وايي: "د روسیې د لوی پوځ د تمرکز په اړه یو شی چې زه پرې پوهېږم دا دی چې دوی د اوکراین د پوځ ځپل طرحه کړي دي، دا تمرکز اوکراینیانو ته دا امکان نه ورکوي چې خپل ځواکونه یوې ځانګړې سیمه کې ځای پرځای کړي، ټاکل شوې دا اقدام شدید او ماتونکی وي."

د روسیې او اوکراین اړیکې وروسته له هغې خرابې شوې چې روسیې ۲۰۱۴ میلادي کال کې د اوکراین کریمیا ټاپو د خپلې خاورې برخه وګرځوله.

مسکو د اوکراین د ختیځ په شخړو کې له قانع کوونکو شواهدو سره-سره لاس لرل رد کړي دي.

لویدیځ تحلیل کوونکي وایي چې روسیې دا مهال د اوکراین پولې ته نژدې ۱۰۰ زره ځواکونه ځای پرځای کړي دي.

XS
SM
MD
LG