د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۱۴

نړۍ

بایډن: امریکا به د روسیې د هر ډول تیري پر وړاندې د کیف ملاتړ وکړي

د امریکا د متحد ایالاتونو ولسمشر جو بایډن (ښی) او د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي
د امریکا د متحد ایالاتونو ولسمشر جو بایډن (ښی) او د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي

د امریکا د متحد ایالاتونو ولسمشر د اوکراین ولسمشر ته ډاډ ورکړ چې د روسیې له لوري د اوکراین پر ځمکنۍ بشپړتیا به د هر تیري پر وړاندې د کیف ملاتړ کوي.

سپینې ماڼۍ په یوه بیان کې وویل چې ولسمشر جو بایډن د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زلنسکي سره د ټیلیفوني مکالمې پر مهال دا ژمنه وکړه.

د دې خبرو پر مهال چې نوي دقیقې یې دوام وکړ، ولسمشر بایډن څرګنده کړه چې واشنګټن او متحدان او شریکان یې پر دې اصل ولاړ دي چې له اوکراینه پرته د اوکراین په اړه به خبرې او پرېکړه نه کېږي.

د امریکا د متحد ایالاتونو ولسمشر په ختیځه اروپا کې د ناټو د نهو غړیو هېوادو له مشرانو سره هم په ټیلیفون د اوکراین له سرحدونو سره د روسیي پوځیانو د راټولېدو پر مساله خبرې وکړې.

سپینه ماڼۍ وایي، ولسمشر بایډن دا خبره هم وکړه، که روسیه په اوکراین کې مداخله وکړي پر روسیې به اقتصادي بندیزونه ولګوي او له اوکراین او د ناټو له متحدان سره به پراخې دفاعي مرستې وکړي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

ملګري ملتونه: په غزه کې د ویجاړو شویو کورونو جوړول ښايي تر راروانې پېړۍ دوام وکړي

په غزه کې د روانو جګړو له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور
په غزه کې د روانو جګړو له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور

د ملګرو ملتونو د هغه راپور له مخې چې نن پنجشنبه خپور شو، په غزه کې د ویجاړو شویو کورونو جوړول ښايي تر راروانې پېړۍ دوام وکړي.

د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام په دې ارزونه کې ویل شوي چې په غزې تړانګه کې جګپوړې ودانۍ په کنډوالو بدلې شوي او نږدې ۸۰ کلونو ته اړتیا ده چې د استوګنې ټولې ویجاړې شوې ودانۍ بیا جوړې شي.

د ملګرو ملتونو د دغه راپور له مخې، په یوه بهتره وضعیت کې ممکن ده چې په غزه کې بیارغونه په ۲۰۴۰م کال کې بشپړه شي.

اوکرایني سرتېرو د وژلو په اړه تصویرونه خپاره شوي؛ یوه سازمان یې په اړه څېړنه غوښتې

اوکرایني سرتېري
اوکرایني سرتېري

د بشري حقونو د څار سازمان د هغو ویډیويي تصاویرو په اړه د څېړنو غوښتنه کړې چې ظاهراً په کې ښکاري، د اوکراین ۲۱ سرتېري روسي ځواکونو ته تر تسلیمېدو وروسته وژل کېږي.

د بشري حقونو د څار سازمان په یوه اعلامیه کې ویلي، په دغو تصاویرو کې چې د بې پېلوټه الوتکو په خوا اخیستل شوي او په ټولنیزو شبکو کې خپاره شوي، داسې ښکاري چې د اوکراین ۱۵ سرتېري د تسلیمېدو د هڅو په لړ کې وژل شوي او ۶ نور یې احتمالاً د تسلیمېدو پر مهال په ډزو وژل شوي دي.

دغه سازمان ویلي، داسې نه ښکاري چې دا دې یوازېنۍ پېښې وي.

اروپايي ټولنې له لبنان سره د یو میلیارد یورو په ارزښت د مرستو بسته اعلان کړه

د اروپايي ټولنې بیرغ
د اروپايي ټولنې بیرغ

اروپايي ټولنې نن پنجشنبه له لبنان سره د یو میلیارد یورو په ارزښت د مرستو بسته اعلان کړه چې تر ډېره د سرحدونو د کنټرول پر پیاوړتیا لګېږي.

دغه مالي مرسته به پر دې هم لګېږي چې له بحران ځپلي لبنان څخه د مدیترانې سمندرګي له لارې قبرس او ایټالیا ته د پناه غوښتونکو د اوښتو مخه ونیول شي.

اروپايي ټولنې تر دې مخکې د مصر، تونس او موریتانیا په څېر هېوادونو سره هم د هغوی د سرحدونو د کنټرول د قوي کېدو لپاره د مرستو بستې اعلان کړې وې.

د اروپايي ټولنې د کمېسیون مشرې اورزلا وان دیرلین وویل چې د مرستو دغه پروګرام به روان کال پیل او تر ۲۰۲۷م کال پورې دوام وکړي.

بارانونه؛ د دوبۍ هوايي ډګر ډېری الوتنې لغوه شوې

د دوبۍ هوايي ډګر ته څېرمه د یوه سړک څنډه
د دوبۍ هوايي ډګر ته څېرمه د یوه سړک څنډه

د دوبۍ د هوایي ډګر چارواکي وایي، د سختو بارانونو له امله دې هوایي ډګر ته ډیرې الوتنې نن لغوه شوې او مسیر یې بلې خوا ته بدل شو.

د راپورونو له مخې په متحده عربي امارتو کې په یوه میاشت کې دا دوهم ځل دی سخت بارانونو شوي دي.

د هوایي ډګر د ادرې یوه ویاند وویل چې د شپې دې هوایي ډګر ته د پنځو الوتنو مسیر بدل شو او نهه الوتنې چې په دې ډګر کې کېناستې او څلور پورته کېدې، هغه ټولې لغوه شوې.

په تېره اپرېل میاشت کې هم په متحده عربي اماراتو کې سخت بارانونه شوي چې په دې هېواد کې په څو لسیزو کې ساری نه و لیدل شوی.

هغه مهال هم بارانونو د دوبۍ نړیوال هوایي ډګر اوبو په سراخیستی و.

اوکراین؛ اودیسه کې د روسیې توغندیزو بریدونو ۱۴ کسان ټپیان کړي

د پېښې سیمه
د پېښې سیمه

د اوکراین د اودیسه د سیمي پوځي چارواکی اولې کیپروایي، د تورسمندرګي په غاړه پر دې ښار د روسیې د نن سهار وختي توغندویي برید په ترڅ کې ۱۴ کسان ټپیان شوي دي.

هغه نن پنجشنبې پر ټیلګرام چینل لیکلي چې دا برید د اور د لګیدو سبب شوی او په سیمه کې یې د اوکراین د پوستي خدمتونو د سیمه ییزې ادارې ډیپوګانې ویجاړې کړې دي.

روسیې په دې وروستیو ورځو کې پرله پسې پراودیسه بریدونه کړي او د اپریل په ۲۹ یې هم له اسکندر توغندي څخه کاراخیستی و.

په دغه برید کې پنځه ولسي وګړي وژل شوي او ۲۳ نور ټپیان شوي و.

په عین حال کې د روسیې د سمولینسک د سیمې والي واسیلې انوکین نن پرټیلګرام چینل لیکلي چې د اوکراین ډرون الوتکو نن سهار وختي په سیمه کې د انرژۍ تاسیسات په نښه کړي وو.

هغه ویلي چې په دې برید کې چاته زیان نه دی رسېدلی.

د روسیې دفاع وزارت هم په یوه جلا بیان کې وویل چې د هوایي مدافعې ځواکونو یې د پنځو سیمو پر سر د اوکراین دولس ډرونونه راغورځولي دي.

رینا امیري هرات کې پر شیعه ګانو برید غندلی

د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري
د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري

د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري په هرات ولایت کې په شیعه لږه کیو برید په کلکه غندلی دی.

آغلې امیري نن پنجشنبې په خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې د تاوتریخوالي دغه بې معنی عمل د هغه بې رحمه ربړ او ځورونې سخته یادونه کوي چې له خطرسره مخ ټولنې یې ګالي.

نوموړې د دې پېښې له قربانیانو سره د خواخوږۍ څرګندولو ترڅنګ غوښتنه کړې چې له عاملانو سره یې باید حساب کتاب وشي.

د هرات په ګذرې ولسوالۍ کې پر شیعه ګانو د دوشنبې د ورځې په برید کې چې مسولیت یې د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان څانګې اخیستی، لږترلږه اوه کسان ووژل شول.

امریکا د اوکراین جګړه کې روسیې سره د همکارۍ په تور پر ۲۸۰ شرکتونو بندیزونه ولګول

د امریکا او اوکراین بیرغونه
د امریکا او اوکراین بیرغونه

د امریکا متحدو ایالتونو د اوکراین په جګړه کې له مسکو سره د همکارۍ په تور د روسیې، چین او ځینو نورو هېوادونو پر ۲۸۰ شرکتونو او بنسټونو بندیزونه لګولي دي.

شاوخوا دوه سوه شرکتونه او بنسټونه د امریکا د خزانې وزارت او اتيا نور شرکتونه او بنسټونه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خوا تر بندیزونو لاندې راغلي شوي دي.

د جرمني DPA خبري اژانس د امریکايي چارواکو په حواله ویلي، روسیې هڅه کړې چې له چینايي شرکتونو او نورو هېوادونو سره د همکارۍ له لارې پر دې هېواد د لویدیځو هېوادونو د بندیزونو ځای ډک کړي.

د امریکا د خزانې وزیرې جینت ییلن په یوه بیان کې ویلي، نور شرکتونه به له روسیې سره د مالي مرستو د برابرولو له امله له ورته پایلو سره مخ شي.

په اوکراین کې د روسیې د جګړې له پیل راهیسې، واشنګټن او متحدینو یې له مسکو سره د همکارۍ په خاطر پر زرګونو شرکتونو بندیزونه لګولي دي.

چین کې د یوې لویې لارې ښوېېدو ۳۶ تنه مړه کړي

ارشیف
ارشیف

په چین کې د یوې لویې لارې د ښوېیدو له کبله د مړو شویو کسانو شمېر ۳۶ ته ورسېد.

فرانس پریس خبري اژانس د چین د دولتي اژانس شینهوا په حواله نن پنجشنبه دغه شمېرې خپرې کړي دي.

خبر کې راغلي چې پېښه کې شاوخوا ۳۰ نور کسان ټپیان شوي هم دي.

په ګوانګ ډانګ ولایت کې دغه لویه لاره د یوې تپې په لمن کې تېره شوې چې د سه شنبې په ورځ یې په ښوېیدو سره شاوخوا ۱۸ موټر کندې ته لوېدلي دي.

په راپورونو کې راغلي چې مرګ ژوبله ځکه زیاته ده چې یو شمېر موټرو کندې ته له لویدو سره سم اور اخیستی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په غزه کې د اوربند هڅې چټکې کړې دي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکین
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکین

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکین له اسراییلي چارواکو سره په لیدنو کتنو ویلي چې اوس یې وخت دی چې په غزه کې اوربند ټینګ او د حماس له خوا اسراییلي یرغمل آزاد شي.

ښاغلي بلېنکین پرون چهارشنبې اسراییل ته د سفر پر مهال، په غزه کې د روانې جګړې د بندیدو لپاره چې له پیله یې نژدې اوه میاشتې تیریږي، هڅې تېزې کړې دي.

دا د اسراییل او حماس چې متحده ایالات او اروپایي ټولنه یې د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني، ترمنځ د جګړې له پیل راهیسې سیمې ته د هغه اوم سفر دی.

ښاغلي بلېنکین پرون چهارشنبې خبریالانو ته وویل چې تراوسه یې د غزې پررفح ښار د اسراییل د پوځي عملیاتو پلان چې هلته د ملکي وګړو ژوند خوندي کړي نه دی لیدلی.

د هغه په وینا، واشنګټن به د دغسې یوه پلان په نه موجودیت کې په دې ښارکې د پراخو پوځي عملیاتو ملاتړ ونه کړي.

خو اسراییل بیا بیا ټینګار کوي چې دغه عملیات به سرته ورسوي ترڅو په وینا یې د حماس پاتې وسله وال بشپړ له مینځه یوسي.

سیف د چلدرن افغانستان ته ۹۲ ټنه دارو درمل استولي

ارشیف
ارشیف

د ماشومانو د ساتنې اداره ( سیف د چلدرن ) وایي، افغانستان ته په یوه الوتکه کې ۹۲ ټنه دارو درمل رسېدلي دي.

دغې ادارې پرون سه شنبه یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه درمل به د ماشومانو په ګډون څه باندې شپږ نیم لکه هغو افغانانو ته ورکړل شي چې د درملنې وړ ناروغیو باندې اخته دي.

خبرپاڼه کې راغلي، په افغانستان کې نژدې څلور لکه ماشومان په تنفسي ناروغیو، سینه و بغل اسهال او جلدي ناروغیو اخته دي.

معلومه نه ده چې دغې مرسته شوې طبې بسته کې کومې دواوې شاملې دي، خو سیف د چلدرن دا په روان کال کې د دوی له خوا تر ټولو زیاته اندازه مرسته یاده کړې ده.

دغې ادارې ویلي، د ۲۰۲۴ کال له پیل راهیسې څه باندې زره افغان ماشومان چې له پنځو کلونو کم عمره وو، د سینه و بغل له کبله مړه شوي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG