د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۵

د بایډن خبرداری:که روسیه پر اوکراین برید وکړي اقتصادي بندیزونو سره به مخ شي


ولسمشر ولادیمیر پوتین
ولسمشر ولادیمیر پوتین

د امریکا ولسمشر جوبایډن د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته خبرداری ورکړی چې که مسکو پر اوکراین حمله وکړي، له سختو اقتصادي بندیزونو سره به مخامخ شي. دا خبره سپینې ماڼۍ کړې ده.

د امریکا او روسیې ولسمشرانو د ډسمبر په ۷مه نېټه له هغه راهیسې چې جوبایډن د روان کال په جنورۍ میاشت کې ولسمشر وټاکل شو، د درېیم ځل لپاره د ویډيو کنفرانس له لارې په غونډه کې خبرې وکړې.

ویل کیږي چې دا غونډه هغومره په ترینګلي حالت کې جوړه شوه لکه د مسکو او واشنګټن اړیکې چې ښايي پر اوکراین د روسي ځواکونو د حملو له احتمال سره نورې هم ترینګلي شي.

په وروستیو میاشتو کې پوتین او نورو روسي چارواکو ویلي چې له ناټو سره د اوکراین یو ځای کېدل ورته د سرې کرښې په معنی ده او د مسکو له نامشخص شوي غبرګون سره به مخامخ شي.

اوکرایني ځواکونو ویلي چې شااوخوا ۹۰،۰۰۰ روسي ځواکونه د اوکراین پولې ته نېږدې او په کریمیا ټاپو وزمه کې ځای پر ځای شوي.

روسیې په ۲۰۱۴میلادي کال کې کریمیا له اوکراینه جلا او په خپله خاوره پورې ونښلوله.

اوکرایني ځواکونو ویلي چې شااوخوا ۹۰،۰۰۰ روسي ځواکونه د اوکراین پولې ته نېږدې پراته دي.
اوکرایني ځواکونو ویلي چې شااوخوا ۹۰،۰۰۰ روسي ځواکونه د اوکراین پولې ته نېږدې پراته دي.

تېره اوونۍ واشنګټن پوسټ او نورو امریکايي رسنیو د یوه امریکايي چارواکي چې نوم یې نه و اخیستل شوی، له قوله راپور ورکړی وو چې روسیه ښايي د راتلونکي کال په پيل کې د اوکراین پر وړاندي پر بېلابېلو خواوو له ۱۷۵۰۰۰ سرتیرو په کار اخیستلو سره حمله وکړي.

روسیې په تېرو کلونو کې لومړی ځل دومره ډېر ځواکونه له اوکراین سره پر پوله ځای پر ځای کړي دي چې له کبله یې په اوکراین او لویديځ کې د خطر زنګ وهل شوی دی.

سپینې ماڼۍ ویلي چې پر اوکراین شااوخوا د روسي ځواکونو په خاطر ولسمشر جو بایډن د امریکا او اروپايي متحدانو سختې اندېښنې له پوتین سره شریکې کړې او روښانه یې کړه چې امریکا او متحدان به یې د روسیې د نظامي اقداماتو په صورت کې پر دغه هېواد سخت اقتصادي بندیزونه ولګوي.

سپینې ماڼۍ همدا راز ویلي چې بایډن د پوتین هېڅ غوښتنې نه منلي او نه یې ژمنه ورسره کړې.

کرملین ویلي چې پوتین بایډن ته وویل چې ناټو د روسیې له پولو سره خپلې پوځي وړتیاوې زیاتوي او د اوکراین د سیمو نیولو خطرناکې هڅې کوي.

کریملین زیاته کړې چې پوتین وویل: "روسیه په جدي توګه لېوالتیا لري چې ډاډمن او قانوني تضمین تر لاسه کړي چې ناټو به خپلې هڅې د ختيځ خوا ته نه پراخوي او نه به د روسیې په ګاونډ کې د حمله کوونکو وسلو سیستم نصبوي."

که څه هم اوکراین د ناټو غړی هېواد نه دی او ښايي په راتلونکو څو کلونو کې همداسې پاتې وي، خو روسیه له ناټو ایتلاف سره د اوکراین یو ځای کېدو ته په پخواني شوروي اتحاد هېوادونو کې د ناټو د پراخېدو د خطر په سترګه ګوري.

  • 16x9 Image

    ملالۍ بشیر

    ملالۍ بشير په پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو په مرکزي دفتر کې د افغان څانګې خبریاله او ادیتوره ده.

XS
SM
MD
LG