د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۷

پنټاګون: هېڅ امريکايي سرتېری به کابل کې پر يو کور د هوايي برید حساب ورنه‌کړي


د احمدي کورنۍ پر کور او موټر د امریکا هوايي حمله
د احمدي کورنۍ پر کور او موټر د امریکا هوايي حمله

د امریکا متحده ایالات وايي، هېڅ سرتېری به‌یې د بې‌پیلوټه الوتکې د هغه هوايي برید په اړه حساب ورنه‌کړي چې د اګسټ په میاشت کې په کابل کې وشو او د یوې کورنۍ ۱۰ غړي په‌کې ووژل شول.

د پنټاګون ویاند جان کربي د دوشنبې په ورځ رسنیو ته وویل، د ملي دفاع وزیر د جنرال کلارک او جنرال مک‌کنزي چې د دې پېښې د څېړلو لپاره ګمارل شوي وو، هغه توصیې تأیید کړي چې په‌کې د حساب ورکولو هېڅ لارښوونه نه‌ده شوې.

ښاغلي کربي زیاته کړه، که دوی په خپلو څېړنو کې داسې څه موندلي وی چې په دې عملیاتو کې کمزورې رهبري، ناغېړي او یا هم د مجرمانو په څېر عمل شوی وی، څېړنې به بل ډول پیل شوې وی.

دی زياتوي: "که وزیر باور درلود چې د اګسټ په ۲۹مه د شوي هوايي برید په اړه ځواب ورکونه اړینه ده، خامخا به‌یې له دې ډول هڅو ملاتړ کاوه."

د امريکا متحده ایالاتو وياند جان کربي
د امريکا متحده ایالاتو وياند جان کربي

د پنټاګون ویاند د امریکايي نظامي چارواکو له قوله وايي، دا برید یوه غموونکې تېروتنه وه او قصداً یا هم د ناغېړۍ له امله نه‌ده شوې.

له افغانستانه د امریکايي عسکرو د ویستو په وروستیو کې د اګسټ په ۲۹مه امریکايي ځواکونو د بې‌پیلوټه الوتکې په وسیله د کابل هوايي ډګر ته نږدې یو موټر په نښه کړ چې څو تنه په‌کې سپاره وو.

دا برید د هغه خونړۍ حملې دوه ورځې وروسته وشو چې د کابل د هوايي ډګر په یوه دروازه کې شوی و. مسؤلیت‌یې داعش ډلې ومانه او د ۱۳ امریکايي عسکرو په ګډون په‌کې ۱۷۰ تنه ملکي افغانان ووژل شول.

امریکا لومړیو کې په دې باور وه چې دا موټر د داعش اړوند وسله‌والو دی. هغه باور چې وروسته ناسم ثابت شو او موټر هم د داعش وسله‌والو نه، بلکې د یوه مرسته کوونکي و.

متحده ایالاتو له دې پېښې وروسته یو پلاوی وټاکه، څو دا قضیه وڅېړي.

د قرباني شوې کورنۍ یو غړی اېمل احمدي چې په دې پېښه کې یې یو خوريې او یو ماشوم وژل شوی ازادي راډیو ته وویل، دوی د پېښو عاملانو ته د سزا غوښتنه کوله او لا یې هم کوي، خو که امریکا یې نه‌غواړي، دوی نه‌شي کولای له زبرځواک سره په شخړه واوړي.

د احمدي کورنۍ يو شمېر خپلوان د مړو شويو ماشومانو قبرونو ته ولاړ دي او دعا کوي.
د احمدي کورنۍ يو شمېر خپلوان د مړو شويو ماشومانو قبرونو ته ولاړ دي او دعا کوي.

ښاغلی احمدي وايي: "امریکا یو زبرځواک دی. موږ نه‌شو کولای پر وړاندې یې ودرېږو. موږ څو ځله وویل، هغه کسانو چې دا کار یې کړی، باید مجازات شي، څو راتلونکي کې دا ډول کار تکرار نه‌شي، خو دا ځل امریکا وویل، دا کسان د مجازاتو وړ نه‌دي."

په ورته وخت کې د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي وايي، هېواد یې امریکا ته د دې کورنۍ د لېږد په اړه ژور فکر کوي، هغه غوښتنه چې قرباني شوې کورنۍ هم له دې وړاندې له ازادي راډیو سره خبرو کې کړې وه.

له دې وړاندې هم د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال مک‌کنزي د اګسټ د ۲۹مې پېښه یو غموونکې تېروتنه بللې وه.

دا برید له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په وروستیو ورځو او په کابل کې د طالبانو له واکمنېدو ۱۴ ورځې وروسته وشو.

XS
SM
MD
LG