د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۰۹

افغانستان کې د کرونا ویروس د ناروغانو د درملنې '۳۷ مرکزونه' تړل شوي

ارشیف، د کابل افغان-جاپان روغتون کې په کرونا ویروس یو شمېر اخته ناروغان او د دغه ویروس له امله یو مړ شوی کس
ارشیف، د کابل افغان-جاپان روغتون کې په کرونا ویروس یو شمېر اخته ناروغان او د دغه ویروس له امله یو مړ شوی کس

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي، د نومبر له لومړۍ نېټې راهیسې په هېواد کې د 'کووېډ-۱۹' ناروغانو د درملنې ۳۷ مرکزونه تړل شوي دي.

د دغو مرکزونو د فعاليت د درولو لامل د کافي تجهيزاتو نشتوالى او د معاشونو نه‌ورکول دي.

د عامې روغتیا وزارت د خدماتو مرستیال عبدالباري عمر د پنجشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د لړم ۲۰» ازادي راډیو ته وویل چې دغه مرکزونه مخکې د نړیوال بانک له‌خوا تمویل کېدل او اوس‌یې د فعالیت د بندولو امر ورته کړی دی.

ښاغلي عمر پر نړیوال بانک او نړیوالو سازمانونو غږ وکړ چې د افغانستان روغتیايي سکټور دې په سیاسي چارو کې نه‌ښکېلوي.

ښاغلی عمر زیاتوي: "روغتونونه له نږدې څلورو میاشتو راهیسې نه‌دي تمویل شوي. د نومبر له لومړۍ نېټې راهیسې، د نړیوال بانک له‌خوا ۳۷ روغتونونه تړل شوي او کارمندانو ته ویل شوي چې کار ته لاړ نه‌شي چې دا کېدای شي د یو بشري ناورین لامل شي."

کابل کې د افغان-جاپان لابراتوار څانګه
کابل کې د افغان-جاپان لابراتوار څانګه

د ښاغلي عمر په وینا، د نړیوال بانک له ژمنو سره سم به تر ۲۰۲۴ کال پورې دغه بانک د افغانستان له روغتیايي سکټور سره مالي مرسته کوله، خو د سیاسي تحولاتو له امله په افغانستان کې د دغه بانک فعالیتونه ودرېدل.

تر دې مخکې د دغه بانک مشر ډېوېډ مالپس د دوشنبې په ورځ د سلواغې په ۱۷مه نېټه د ستراتېژیکو او نړیوالو مطالعاتو مرکز کې وویل، فکر نه‌کوي چې د افغانستان د اقتصاد له بشپړ سقوط وروسته به په دغه هېواد کې د نړیوال بانک مأموریت بیا پیل شي.

که څه هم ښاغلی مالپس ډاډ ورکوي چې د سره صلیب د نړیوالې کمېټې او ملګرو ملتونو له لارې به له افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي، خو دا د افغانستان د مخ پر ځوړ اقتصاد لپاره ښه خبر نه‌دی.

په افغانستان کې د ډېرو پروژو د تمویل سربېره، نړیوال بانک د افغانستان د روغتیایي نظام یو له سترو مالي مرسته کوونکو څخه و چې د بودجې نږدې ۸۰ سلنه‌یې ورکوله.

دا په داسې حال کې ده چې د هوا په سړېدو سره د کرونا ویروس د څلورمې څپې د خپرېدو په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

په کرونا ویروس اخته ناروغ ته د ډاکترانو لارښوونې
په کرونا ویروس اخته ناروغ ته د ډاکترانو لارښوونې

د هرات اوسېدونکی احمد شاه رحماني وايي، د تره زوی یې په دې وروستیو کې د کرونا په ویروس اخته شوی دی.

د هغه په وينا، کرونا د پخوا په څېر جدي نه‌بلل کېږی.

احمد شاه وايي چې له یوې خوا کرونا ناروغان ځانونه نه‌قرنطین کوي او له بلې خوا که د ناروغ وضعیت نور هم خراب شي، د 'کووېډ-۱۹' په روغتونونو کې د پخوا په څېر ورته پاملرنه نه‌کېږي.

دا وايي: "زما د تره زوی په کرونا اخته شوی دی، په روغتون کې کافي تجهیزات نه‌شته چې د هغه سمه درملنه وکړي، موږ د اسلامي امارت له مسؤلینو غوښتنه کوو چې دې چارې ته پاملرنه وکړي."

په همدې حال کې، د افغان-جاپان روغتون چې په کابل کې د 'کووېډ-۱۹' ناروغانو د درملنې یو له سترو مرکزونو څخه دی او د نړیوال بانک له‌خوا تمویلېده، اوس‌مهال په خراب حالت کې دی.

د ياد روغتون کارکوونکو له تېرو درېيو ورځو راهيسې د معاشونو د نه‌ورکړې او د وسايلو د نشتوالي له امله اعتصاب کړى دى.

د دغه روغتون مشر معالج ډاکتر طارق احمد اکبري ازادي راډیو ته وویل، که غوښتنې یې ونه‌منل شي، اعتصاب به وغځوي.

کابل کې د افغان-جاپان روغتون
کابل کې د افغان-جاپان روغتون

ډاکتر اکبري وايي: "د معاشونو او د تجهیزاتو د نشتوالي له امله او په داسې حال کې چې د کرونا ویروس د قضیو شمېر ورځ بلې ته د زیاتېدو په حال کې دی، موږ کاري اعتصاب کړی دی. اوس‌مهال یوازې (او پي ډي) او زموږ د سمپل اخیستو لابراتوار په اعتصاب کې دي. نن یوه بله برخه هم کېدای شي زموږ د کاري اعتصاب سره یوځای شي او د شنبې په ورځ به عمومي اعتصاب وکړو."

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د حکومت له ژمنو سره سره بیا هم د کرونا ضد واکسین د تطبیق بهیر نه‌دی پیل شوی.

د روغتیا نړیوال سازمان مخکې خبرداری ورکړی و چې ممکن واکسینونه خراب شي.

د دغه سازمان په رسمي وېب‌پاڼه کې د خپرو شویو شمېرو له مخې، د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ له ۳مې څخه د ۲۰۲۱ کال د ډسمبر تر ۱۰مې پورې په افغانستان کې ۱۵۶ زره او ۳۶۵ مثبتې پېښې ثبت شوي چې له دې ډلې ۷،۲۹۰ کسان مړه شوي دي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG