د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۷

کابل کې د یوناما دفتر مخ ته اعتراض؛ 'نړیوال بانک' د ۱۲۰ شرکتونو پيسې نه‌دي ورکړي


ارشیف، نړیوال بانک
ارشیف، نړیوال بانک

په افغانستان کې د یو شمېر شرکتونو او قراردادي کمپنیو کارکوونکي وايي نن‌يې د هغه پروژو په اړه چې په دې هېواد کې يې د مخکېني حکومت پر مهال کار کړي او پیسې يې نه‌دي ورکړل شوي، په کابل کې يې د یوناما دفتر مخته اعتراض وکړ.

دغه اعتراض کوونکي وایي ۱۲۰ ساختماني شرکتونو نړیوال بانک سره قراردادونه درلودل او اوس دغه بانک د دوی د پروژو شااوخوا ۲۰ ملیونه ډالر نه‌دي ورکړي.

د دغو شرکتونو مسؤلینو په کابل کې د ملګرو ملتونو استازولۍ دفتر یوناما څخه غوښتي تر څو تر نړیوال بانکه د دوی غږ ورسوي.

په کابل کې د یو ساختماني شرکت مشر حاجي اسماعیل وایي هغه پروژې چې د نړیوال بانک له لوري یې مالي ملاتړ کېده او د تړون له مخې د کار د پیل درې میاشتې وروسته باید دغه بانک پیسې ورکړې وی، خو په خبره‌یې د افغانستان د وروستیو بدلونونو له امله د ځینو پروژو له بشپړېدو وروسته هم ورته پیسې نه‌دي ورکړل شوي.

ښاغلی اسماعیل وایي د دغو شرکتونو شااوخوا ۲۰ ملیونه ډالر په نړیوال بانک کې بند پاتې دي.

د نړیوال بانک ودانۍ
د نړیوال بانک ودانۍ

دی زیاتوي: "موږ د سړک جوړولو پروژې درلودې، پروژه مو بشپړه شوې، خو پیسې مو نه‌دي ترلاسه کړي، نورې پروژې مو هم درلودې چې له ۳۰ تر ۴۰ سلنه‌یې کارونه مخکې تللي، د دې لپاره چې نظام بدل شو او نړیوال بانک هم په دې برخه کې له شرکتونو سره مرسته نه‌کوي، وضعیت مو ډېر بد دی، موږ زیاد کارګر درلودل چې اوس‌یې پیسې او تنخواګانې نه‌شو ورکولای، زموږ غوښتنه دا ده چې لطفاً زموږ پیسې دې راکړي."

خوشحال امرخېل هم چې د نړیوال بانک په مالي ملاتړ د واټونو جوړولو څو پروژې يې بشپړې کړي وایي، هر شرکت په سلګونو کارګر او کارکوونکي درلودل چې اوس باید د خپل کړي کار په بدل کې خپلې تنخواګانې ترلاسه کړي او اوس له سختو اقتصادي کړاوونو سره لاس او ګرېوان دي.

د ښاغلي خوشحال په خبره نړیوال بانک‌یې ان هېڅ یو اېمېل ته ځواب هم نه‌دی ورکړی.

خوشحال وايي: "شااوخوا ۲۰ ملیونه ډالر زموږ د شرکتونو حق دی چې پر نړیوال بانک پاتې دي، د افغانستان د خلکو پیسې دي، دا د دولت یا امارت پیسې نه‌دي، موږ په هغه تړون کې چې له نړیوال بانک سره مو لاسلیک کړی دی په‌کې ویل شوي چې د کار له پیل درې میاشتې وروسته به د تاسو پیسې درکړل شي، خو له بده مرغه نه مو پیسې راکړل شوي او نه مو هم سؤالانو ته ځوب راکول کېږي او دلته هم د نړیوال بانک هېڅ یو کارکوونکی نه‌شته."

ارشیف، بغلان کې د یوه سړک د رغونې چارې
ارشیف، بغلان کې د یوه سړک د رغونې چارې

هڅه مو وکړه په دې اړه په کابل کې د یوناما دفتر او د نړیوال بانک د مخکېنیو چارواکو نظر هم ولرو، خو هغوی په دې اړه پوښتنې ځواب نه‌کړې.

نړیوال بانک په افغانستان کې په تېرو ۲۰ کلونو کې د ګڼو پروژو لکه دروغتیا، تعلیم او بیا رغونې په برخه کې مالي ملاتړ کاوه چې د پخواني حکومت له سقوط او له افغانستان د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره دوی هم افغانستان پرېښود او په سلګونه هغه بنسټونه، ادارې او کارکوونکي یې بې‌برخلیکه کړل چې خپلې چارې او پروژې یې د دغه بانک په مالي ملاتړ مخته وړې.

له دې مخکې هم د کرونا ویروس لپاره د افغان جاپان روغتون چارواکو ویلي و چې نړیوال بانک د دغه روغتون مالي ملاتړ بند کړی او دوی له درې میاشتو راپدېخوا خپلې تنخواګانې نه‌دي ترلاسه کړي او نه‌‍یې هم دغه روغتون ته طبي تجهیزات پېرلي دي.

XS
SM
MD
LG