د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۹

اسلام‌اباد کې 'ترویکا پلس' ناسته؛ قریشي وايي نړۍ دې طالبانو سره اړیکې نه‌پرې کوي


ارشیف، د ۲۰۲۰ کال په اګسټ میاشت کې په پاکستان کې د شاه محمود قریشي او د ملا برادر په مشرۍ د یوه طالب پلاوي لیدنه
ارشیف، د ۲۰۲۰ کال په اګسټ میاشت کې په پاکستان کې د شاه محمود قریشي او د ملا برادر په مشرۍ د یوه طالب پلاوي لیدنه

نن په اسلام‌اباد کې د (ترویکا پلس) ناسته پیل شوه.

د دې ناستې پیلییزه وینا د کوربه هېواد (پاکستان) د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وکړه.

هغه وویل، نړۍ دې له طالبانو سره خپلې اړیکې نه‌پرې کوي ځکه د ده په وینا طالبان له نړۍ سره تعامل غواړي او د یو باثباته او په پښو ولاړ افغانستان لپاره هڅې د ټولې نړۍ یو ګډ مسؤلیت دی.

نوموړي نن د (ترویکا پلس) په ناسته کې په نړیوالو غږ وکړ چې افغانستان سره خپلې بشري مرستې زیاتې کړي.

د نوموړي په وینا، هېڅ یو هېواد نه‌غواړي چې افغانستان دې یو ځل بیا د جکړې په میدان بدل شي.

ښاغلی قریشي زیاتوي: ​"نړیواله ټولنه باید په افغانستان کې د بشري ناورین د رامنځته کېدو عاجله مخه ونیسي، روغتیا، تعلیم او خلکو ته د عامه خدماتو د ښه کېدو لپاره باید ژر تر ژره اقدام وشي او د افغانستان اقتصاد چې اوس‌مهال له سختو ستونزو سره مخ دی باید د ثبات او بیارغونې لپاره‌یې جدي کار ته زمینه برابره شي."

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي

ښاغلي قریشي وویل، د افغانستان د ثبات لپاره باید توله نړۍ په جدیت سره کار وکړي.

طالبان بیا وايي، پاکستان ته د دوی تللی پلاوی به د (ترویکا پلس) غونډې له ګډونوالو سره وګوري او هیله‌مندي شته چې یو ښه پایله ترلاسه کړي.

د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال او ویاند ذبیح‌الله مجاهد په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "د افغانستان د اسلامي امارت یو پلاوی چې د بهرنیو چارو، د ماليې او سوداګرۍ وزیران په‌کې دي اسلام‌اباد ته رسېدلي دي او هلته به له پاکستاني چارواکو سره وګوري او بل هلته په اسلام‌اباد کې د ترویکا ناسته کېدونکې ده، د اسلامي امارت استازي به هلته هم د دې غونډې له ګډونوالو سره وګوري او هیله شته یوه ښه پایله ترلاسه شي."

سره له دې چې په پاکستان کې د ترویکا پلس ناستې د اجنډا په اړه څه نه‌دي ویل شوي، خو د خپاره شویو راپورونو پر بنسټ، په دغه ناسته کې د افغانستان د بشري حقونو، د ښځو د حقونو او دا چې افغانستان څنګه له بشري ناورین څخه وساتل شي د بحث وړ مسایل وي.

له دې سره هم‌مهاله بیا د طالب چارواکو د معلوماتو له مخې، تللی افغان پلاوی به هلته په پاکستان کې د دې هېواد له چارواکو سره په دوه اړخیزو اړیکو، سوداګرۍ، ترانزیټ او د خلکو د تګ راتګ لپاره د اسانتیاوو په برابرولو هم خبرې وکړي.

د ۲۰۲۱ کال د مارچ په ۱۸مه روسیه کې ترویکا غونډه
د ۲۰۲۱ کال د مارچ په ۱۸مه روسیه کې ترویکا غونډه

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له‌خوا هم په یوه اعلامیه کې د بحث وړ مسایل همدا یاد شوي، خو په‌کې راغلي چې د سیمه‌ییز اتصال، هوایي او ځمکنیو لارو په اړه به هم خبرې کېږي.

د طالبانو له واکمنۍ وروسته دا لومړی ځل دی چې طالبان به د ترویکا پلس ناستې په څنډه کې د غونډې له ګډونوالو سره وګوري.

له دې وړاندې په دوحه کې د اګسټ په میاشت کې دغه ناسته ترسره شوې وه او بیا ځلي یې د اکټوبر په ۱۹مه په روسیه کې دغه ناسته ترسره شوې، خو هغه مهال په‌کې امریکا ګډون نه‌و کړی.

دا په داسې حال کې ده له کله نه چې طالبان واک ته رسېدلي، د سیمې او ګاونډ هېوادونو د افغانستان په اړه بېلابیلې غونډې پیل کړي، خو تر اوسه یوه هېواد هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی.

XS
SM
MD
LG