د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۳

طالبان: ازبېکستان ته د طالب پلاوي له سفره د ښو پایلو هیله لرو


د طالبانو د حکومت د رئیس الوزار مرستیال عبدالسلام حنفي
د طالبانو د حکومت د رئیس الوزار مرستیال عبدالسلام حنفي

د طالبانو د حکومت یو لوړ پوړی پلاوی نن د ازبیکستان ترمذ ښار ته ورسېد.

دا یو ورځنی سفر د ازبیکستان په رسمي بلنه کېږي او موخه یې د سیاسي او اقتصادي اړیکو د پراختیا په ګډون، په ټرانزیټ، رېل پټلۍ، برېښنا او یو شمېر نورو موضوعاتو له ازبیکستاني چارواکو سره خبرې دي.

د طالبانو د حکومت د رئیس الوزار مرستیال عبدالسلام حنفي چې د دې پلاوي مشري کوي، د ازبیکستان د صدراعظم له مرستیال عمرزاکوف په مشرۍ به له یوه لوړ پوړي پلاوي سره مذاکرات ولري.

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال او ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل، له دې سفر د ښو پایلو هیله لري: "د سفر موخه دا ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سیاسي اړیکې لا پراخه او ښې شي. د سوداګرۍ په برخه کې همکارۍ زیاتې شي. ځینې هغه پروژې چې د تطبیق وړ دي او ازبیکستان یې عملي کوي، د هغوی لپاره زمینه سازي وشي. د خوراکي توکو په لېږد را لېږد، د ازبیکستان سره د سوداګرۍ په پیاوړتیا او فرهنګي همکاریو خبرې کېږي او کېدای شي ښې پایلې ولرو. "

ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل، له دې سفر د ښو پایلو هیله لري.
ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل، له دې سفر د ښو پایلو هیله لري.

د یادونې وړ ده چې د ازبیکستان ترمز ښار نن سبا افغانستان ته د بشري مرستو د رسولو په یو مهم دهلیز هم بدل شوی دی او ډېری بشري مرستې له دې لارې افغانستان ته انتقالېږي، خو ازبیکستان تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

د طالبانو نوی حکومت په دې هڅه کې دی چې له خپلو ګاونډیانو، د سیمې هېوادونو او له نړۍ سره د اړیکو نوی فصل پرانیزي.

له دې کار د طالبانو موخه، د هغو بندیزونو پای دی چې اوس مهال یې ورسره حکومت مخ دی.

تر خوا یې طالبان هڅه کوي چې نړۍ ته وښيي، د یوه مسوول حکومت په توګه چارې مخ‌ته وړي او نوره اړینه ده چې نړیواله ټولنه یې په رسمیت وپېژني او مشروعیت ورکړي.

په اغېزمن ډول دې موخې ته د رسېدو او له نړۍ سره د ښو اړیکو د پیل په هیله، د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخانمتقي ترکیه کې دی، هغه هېواد چې لنډو ورځو کې به د اسلامي هېوادونو د یو شمېر استازو مشري وکړي او پلاوی به یې افغانستان ته راشي.

امیرخان متقي پرون د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو او یو شمېر نورو چارواکو سره کتلي.

په دې کتنو کې د طالبانو د رسمیت پېژندنې موضوع هم مطرح شوې، خو ترکیه وايي، لا هم د طالبانو رژیم په رسمیت نه پېژني، خو ورسرهاړیکي پالي.

تر دې چې د مولود چاوش اوغلو سره د امیرخان متقي لیدنه کې د ترکیې بیرغ و، خو د افغانستان د بیرغ ځای خالي و، خو له دې ټولو هڅو سره سره، د طالبانو حکومت هېڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.

طالبان به د روانې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ په مسکو کې هم یوه غونډه کې ګډون وکړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست له ترکي چارواکي سره وکتل
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:50 0:00

د طالبانو د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وايي، دې غونډې ته هم د طالبانو د سرپرست حکومت د رییس الوزار د مرستیال عبدالسلام حنفي په مشرۍ یو پلاوي ځي.

ښاغلی بلخي زیاتوي: "د دوی پلاوی به د یو شمېر هېوادونو له استازو سره په مهمو موضوعاتو خبرې وکړي."

د مسکو غونډو د ترویکا د تېرو هغو ناستو په دوام ده چې په کې امریکا، چین او پاکستان ګډون کړی و.

د دې غونډې وروستۍ هغه یې د مارچ میاشتې په ۱۸مه شوې وه، هغه مهال چې لا جمهوري نظام واکمن و. د غونډې څلورو ګډون کوونکوهېوادونو یوه ګډه اعلامیه کې د اسلامي امارت د بیا راتلو سره مخالفت ښودلی و.

اعلامیه کې ټېنګار شوی و چې د سولې په هوکړه کې باید د ښځو، نارینه‌وو، ماشومانو، قربانیانو او لږکیو د حقونو خوندیتوب ته پام وشي.

خو داسې مهال چې دا ځل د مسکو د غونډې له جوړېدو وړاندې طالبان په افغانستان واکمن شوي او خپل نظام ته یې د اسلامي امارتنوم ورکړی، لا معلومه نه ده چې د دې غونډې محتوا به پر کومو موضوعاتو وڅرخي او تر خوا به یې د تېرو ژمنو تکرار یاد شي او که نه.

XS
SM
MD
LG