د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۲

د نوې ډېلي غونډه؛ د سیمې هېوادونو له افغانستانه په خپل ملاتړ ټینګار وکړ


د هند د یوه ښار څنډه
د هند د یوه ښار څنډه

له افغانستان سره د میلیارډونو ډالرو مرسته کوونکی هندوستان د دغه هېواد د وضعیت او دلته د راغلي بدلون په اړه اندېښمن دی.

دا اندېښنه د هغو بنسټونو د له‌منځه تلو په اړه نه ده چې د هندوستان په مالي مرسته جوړ شوي، بلکې په افغانستان کې د واک په ګدۍ د طالبانو له کېناستو وروسته، په سیمه کې امنیتي تحولات دي.

نوي ډیلي ته نن د روسیې او ایران په ګډون د افغانستان نږدې ګاونډیان او د سیمې د هېوادونو د ملي امنیت ۷ سلاکاران ورغلي، څو د افغانستان وضعیت وڅېړي او په دې اړه سلا مشورې وکړي.

د افغانستان په اړه د سیمه‌ییز امنیت غونډه کې د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت‌‌ډوال وویل، په دغه هېواد کې وروستي بدلونونه د سیمې پر وضعیت اغېز لري.

نوموړي زیاته کړه: "دا زموږ ترمنځ د نږدې سلا مشورو، د لا زیاتو همکاریو او د سیمه‌ییزو هېوادونو ترمنځ د تعامل او همکارۍ وخت دی. زه ډاډه یم چې زموږ خبرې اترې به ګټورې وي او د افغانستان له خلکو او د ډله‌ییز امنیت په ټینګښت کې به مرسته وکړي."

روسیې، ایران، ازبیکستان، ترکمنستان، تاجکستان، قرغیزستان او قزاقستان د هند په مشرۍ د سیمه‌ییز امنیت په درېیمه غونډه کې ګډون کړی، خو چین او پاکستان په کې له ګډون ډډه کړې.

د دې غونډې ګډون‌والو په خپلو خبرو کې په افغانستان کې د اقتصادي او انساني ناورین ګواښ او د کډوالۍ نوې څپې ته اندېښنه وښوده او د یوه ټول‌ګډونه حکومت جوړېدو او له دې هېواد سره د هر اړخیزو مرستو د غوښتو ترڅنګ یې وویل، د وضعیت له کړکېچنېدو به ترهګرې ډلې ګټه واخلي.

د دې غونډې په پای کې خپره شوې اعلامیه کې که څه هم د افغانستان په ثبات او سوکالۍ ټینګار شوې، خو زیاتوي، نه‌باید افغان خاوره د ترهګرو د پټن‌ځای، روزنې، ملاتړ او پلان جوړونې لپاره وکارول شي.

د غونډې ګډون‌‌والو په سیمه کې د افراطیت او د نشه‌يي توکو پرضد د ګډې مبارزې او همکارۍ غوښتنه هم کړې.

په افغانستان د نا امنۍ پېښو او د داعش فعالیت د افغانستان نږدې ګاونډیان او د سیمې هېوادونه اندېښمن کړي، خو طالبانو په ځلونو ډاډ ورکړی چې د افغانستان له خاورې به د هېڅ بل هېواد امنیت و نه ګواښل شي.

نوي ډیلي داسې مهال د افغانستان په اړه د سیمه‌ییز امنیت غونډه کوي چې تمه ده سبا په اسلام‌اباد کې هم د ترویکا پلس غونډه جوړه شي.

دې غونډه کې امریکا، چین او روسیه ګډون کوي، خو پاکستاني رسنیو د ځینو چارواکو په حواله لیکلي، د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي هم دې ناستې ته بلل شوی دی.

طالبان وايي، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر به یې نن ماښام پاکستان ته ورسېږي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په خپله ټویټرپاڼه لیکلي، د طالبانو لوړ پوړی پلاوی به د پاکستاني چارواکو د ترویکا پلس ناستې له ګډون‌والو وګوري او د نورو مخکنیو ناستو په څار به، په سیاسي، اقتصادي او انساني موضوعاتو خبرې اترې وکړي.

د طالبانو د اطلاعاتو و فرهنګ وزارت مرستیال او ویاند ذبیح‌الله مجاهد نن رسنیو ته وویل، د دوی پلاوی به له پاکستاني چارواکو سره د اړیکو پیاوړتیا، اقتصاد، ټرانزیټ، کډوالو او په ډېورنډ کرښه د تګ راتګ په اړه د اسانتیاوو په برابرولو خبرې وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم نن یوه اعلامیه خپره کړې او په کې یې یاد موضوعات د ښاغلي متقي او د هغه د پاکستاني سیال ترمنځ د خبرو اجنډا بللې ده.

تمه ده د ترویکا پلس غونډه کې د ګډون په موخه د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام وېسټ هم ګډون وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان په اړه د بحثونو له دوام خبر ورکوي.

هغه پرون رسنیو ته وویل: "موږ څه ښکاره او یا هم په خصوصي ډول له پاکستاني چارواکو اورېدلي چې دوی هم غواړي په افغانستان کې د تېرو ۲۰ کلونو لاس‌ته راوړنې د لږکیو او ښځو په ګډون له‌منځه ولاړې نه‌شي. د افغانستان په اړه د نظر او منافعو ډېر ورته‌والی شته. موږ دې خبرو ته دوام ورکوو. "

د افغانستان په اړه د سیمه‌ییزو غونډو جوړېدو زور موندلی، خو تر خوا یې دا اندېښنه هم زېږولې چې معلومېږي لا هم د دې هېواد په سر په سیمه او نړۍ کې کشمکشونه روان دي.

XS
SM
MD
LG