د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۳

نوي ډیلي کې نن د افغانستان په اړه غونډه ده، اسلام اباد د طالب پلاوي کوربه دی


ارشیف، نوي ډیلي کې یوه ودانۍ
ارشیف، نوي ډیلي کې یوه ودانۍ

په نوي ډیلي کې نن چهارشنبه (د لړم ۱۹مه) د افغانستان لپاره په یوه غونډه کې د سیمې د یو شمېر مهمو هېوادونو استازې برخه اخلي.

بل لور ته نن اسلام اباد د طالبانو د رژیم د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیرخان متقي په مشرۍ د یوه پلاوي کوربه دی.

د نوي ډیلي په غونډه کې د روسیې، ایران، تاجکستان، ازبیکستان، ترکمنستان، قزاقستان او قرغزستان د ملي امنیت سلاکاران برخه اخلي. پاکستان ته هم هند په دې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې وه، خو د پاکستان د ملي امنیت سلاکار موید یوسف ویلي دي چې په دې غونډه کې برخه نه شي اخیستلی.‎

د طالبانو استازیو ته د هند په غونډه کې د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې، خو د طالبانو مرستیال ویاند انعام الله سمنګاني ازادي راډیو ته د خبرو پر مهال سیمه ییزې غونډې د افغانستان په خیر وبللې.

نوموړي وویل: "د سیمې هېوادونه او ګاونډیان متفق دي چې په افغانستان کې امنیت وي، افغانستان کې اقتصادي پرمختګ وي او په خپلو پښو ولاړ وي، ځکه چې دا هم د افغانستان په ګټه دی او هم د سیمې. اسلامي امارت د دغه ډول غونډو په اړه اندېښنه نه لري او په دې نظر دی چې باید په راتلونکې کې په دا ډول غونډو کې په مستقیم ډول حضور ولري."

د طالبانو استازیو ته د هند په غونډه کې د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې
د طالبانو استازیو ته د هند په غونډه کې د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې

هند د افغانستان د پخواني ډموکراټیک حکومت حمایت کاوه او داسې ښکاري چې پاکستان د طالبانو د حکومت ملاتړی دی.

د سیاسي چارو کتونکی بشیر زرمست په دې باور دی چې هند په کابل کې د طالبانو اوسنۍ واکمنۍ ته داسې اندېښنه لري لکه د نویمې لسیزې په وروستیو کې چې دوی د طالبانو حکومت اندېښمن کړي وو.

دی وايي: "هند پخوا هم اندېښنې لرلې کله چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت و کشمیر ته به وسله وال تلل او هلته به جنګېدل، دوی دا اندېښنې اوس هم لري."

د نوي ډيلي د غونډې مشري د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت ډوال کوي.

ښاغلي ډوال پرون سې شنبه (د لړم ۱۸مه) په نوي ډیلي کې د تاجکستان د ملي امنیت له سلاکار رحمت جان محمود زاده سره د خبرو پر مهال له افغانستانه بهر ته د متوجه ترورستي ګواښ په اړه اندېښنه ښکاره کړه.

د هندي رسنیو په وینا ښاغلي ډوال پرون د ازبیکستان د ملي امنیت له سلاکار ویکتور مخدوموف سره هم وکتل او د دې کتنې پر مهال دواړو دا سلا وکړه چې د افغانستان د راتلونکي په اړه باید افغانان په خپله پرېکړه وکړي.

هندي رسنۍ وایي چې د ملي امنیت د سلاکارانو په نننۍ غونډه کې به د سیمې د امنیتي وضعیت په اړه چې په افغانستان کې د وروستي بدلون په نتیجه کې ورته متوجه دی بحث وشي.

XS
SM
MD
LG