د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۳

اسلام‌اباد ته د طالبانو د ۲۰ کسیز پلاوي سفر پاکستان ته څومره مهم دی؟


ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د طالبانو یو شل کسیز پلاوی د پاکستان په رسمي بلنه اسلام اباد ته تللی او هلته یې چارواکو تود هرکلی کړی دی.

د اسلام اباد له هوایي ډګره خپرو شوېو ویډیوګانو کې ښکاري چې د صدر اعظم عمران خان د سوداګرۍ، صنعت او تولید سلاکار عبدالرزاق داوود او د افغانستان لپاره یې ځانګړی استازی محمد صادق د طالب پلاوي هرکلي ته ولاړ دي.

دا چې اسلام اباد ته د طالبانو دا سفر د پاکستان لپاره څومره مهم دی، په اسلام اباد کې د ازادي راډیو د مشال څانګې خبریال طاهر خان یې په اړه وایي: "سفر ته خو پاکستان ځکه اهمیت ورکوي چې پاکستان ورته یوه رسمي بڼه ورکړې ده. رسمي خبرې به کېږي د دواړو غاړو ترمنځ، سره له دې چې پاکستان لا د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی. پاکستان د طالبانو استازو ته اجازه ورکړې چې اسلام اباد کې د افغانستان په سفارت کې کیني، کونسلګریو کې کیني، نو پاکستان اهمیت ورکوي."

د ازادي راډیو د مشال څانګې خبریال طاهر خان
د ازادي راډیو د مشال څانګې خبریال طاهر خان

پاکستان ته د طالبانو د تللي پلاوي مشري د دوی د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي کوي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پرون پر خپله ټویټرپاڼه دومره ولیکل چې د پلاوي په جوړښت کې پر ښاغلي متقي سربېره د مالیې او سوداګرۍ وزیران او د دغو وزارتونو کاري ډلې شاملې دي.

طالبانو له وړاندې ویلي چې دې سفر کې به په دوه اړخیزو اړیکو، سوداګرۍ، ټرانزیټ او د خلکو د تګ راتګ لپاره د اسانتیاوو په برابرولو خبرې کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا په یوه اعلامیه کې هم د بحث وړ مسایل همدا یاد شوي، خو په کې راغلي چې د سیمه ییز اتصال، هوایي او ځمکنیو لارو په اړه به هم خبرې کیږي.

په اعلامیه کې راغلي، دا سفر کابل ته د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر شاه محمود قریشي د سفر په دوام کېږي، نوموړی شااوخوا شل ورځې وړاندې د اکتوبر په ۲۱مه نېټه په رسمي سفر کابل ته راغلی و.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې له نړۍ غوښتل شوي چې د افغانانو بشري مرستې ته ور ودانګي او اقتصادي ملاتړ یې وکړي.

د طالبانو پلاوی داسې مهال پاکستان ته رسیدلی چې اسلام اباد نن پنجشنبه(د لړم ۲۰مه) د ترویکا پلس غونډې کوربه دی.

دې غونډه کې د امریکا، چین او روسیې استازي برخه اخلي او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شا محمود قریشي هم ورته وینا کوي.

چارواکو په اسلام اباد کې د ازادي راډیو د مشال څانګې خبریال طاهر خان ته ددې غونډې د اجنډا په اړه ویلي: "دلته موږ خبرې کړي له پاکستانیانو سره، هغوی وایي چې اجنډا کې به د افغانستان د بشري حقونو موضوع هم راځي، دویمه موضوع به د ښځو د حقونو موضوع وي او درېیمه موضوع به دا وي چې افغانستان څنګه له بشري ناورین نه بچ پاتې شي."

معلومه نه ده چې د ترویکا پلس په غونډه کې به د طالبانو کوم استازی حضور ولري او که نه، خو اټکل دا دی چې د ترویکا پلس غونډې ګډونوال به له طالبانو سره جلا جلا وګوري.

پاکستان ته د طالبانو د پلاوي سفر درې ورځنی دی چې پرون چهارشنبه پيل او سبا جمعه به پای ته رسیږي.

له کله نه چې طالبان واک ته رسېدلي، د سیمې او ګاونډ هېوادونه د افغانستان په اړه بېلابیلې غونډې جوړوي، خو تر اوسه یوه هېواد هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی.

پرون نوی ډیلی هم د "سیمه ییز امنیت" په نوم د یوې غونډې کوربه و، ګډونوالو یې چې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو استازي وو، د افغانانو د بشري ملاتړ غوښتنه وکړه.

XS
SM
MD
LG