د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۸

ملا یعقوب: طالبانو د عمومي عفوې له اعلان سره سره غچ اخیستونکې وژنې کړي


کندهار کې د وسله‌والو طالبانو د زغروال موټرو کاروان
کندهار کې د وسله‌والو طالبانو د زغروال موټرو کاروان

د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت سرپرست ملا محمد یعقوب په یوه صوتي پیغام کې منلې چې طالبانو له دې سره سره چې عمومي عفوه‌یې اعلان کړې، غچ اخیستونکې وژنې کړې دي.

په دې پیغام کې چې په ټولنیزو رسنیو کې خپور شوی دی، ویل شوي چې ځیني کسان د طالبانو له لوري وژل شوي دي.

ملا یعقوب زیاتوي: "په دې وروستیو کې دوه یا څو پېښې وشوې، په ځینو برخو کې په خپل سر کسان وژل شوي دي. دوه یا درې تنه وژل شوي. اسلامي امارت عمومي عفوه اعلان کړې ده او هېڅ مجاهد حق نه‌لري چې د عفوې ژمنه ماته کړي او یا د هغې خلاف غچ واخلي."

ملا یعقوب دا خبرې خپلو وسله‌والو کسانو ته په خطاب کې کړې دي.

یو شمېر وسله‌وال طالبان
یو شمېر وسله‌وال طالبان

د طالبانو د مطبوعاتي دفتر یوه مسؤل بلال کریمي دا صوتي پیغام په خپله ټویټرپاڼه کې خپور کړی دی.

د پیغام په یوه برخه کې طالبانو ته سپارښتنه شوې چې له زغمه کار واخلي.

طالبانو د اګسټ په ۱۵مه یعنې شااوخوا یوه نیمه میاشت پخوا کابل ونیوه.

دوی د کابل له نیولو څو ورځې وروسته عمومي عفوه اعلان کړه او ویې‌ویل، له هغو کسانو سره چې په مخکېني حکومت کې یې کار کړی او هغو کسانو سره چې له نړیوالو ځواکونو سره‌یې دنده لرلې وه، کار نه‌لري.

خو د ملګرو ملتونو د هغه سند پر اساس چې د اګسټ په ۱۹مه خپور شو، طالبانو د هغو کسانو د موندلو او نیولو لپاره چې له پخواني حکومت یا بهرنیانو سره‌یې کار کړی دی، کور په کور تلاشۍ زیاتې کړې دي.

همداراز په کندهار کې د بې‌شمېره انتقامي وژنو راپورونه ورکړل شوي دي، خو له دې سره سره طالبان د کابل له نیولو وروسته هڅه کوي چې افغانانو او نړیوالې ټولنې ته ډاډ ورکړي چې د سولې او د اسلامي ارزښتونو په چوکاټ کې د پراخ‌بنسټه حکومت د جوړېدو غوښتونکي دي.

نړیوالې ټولنې له طالبانو غوښتي چې بشري حقونه، په تېره بیا د ښځو حقونه رعایت کړي.

خو طالبانو تر اوسه پورې په خپله کابینه کې هېڅ ښځې ته ځای نه‌دی ورکړی او له دې کبله د دوی پر حکومت انتقادونه شوي دي.

XS
SM
MD
LG