د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۹

ناټو: طالبان دې تشدد سمدستي بند او د افغانانو اساسي حقونو ته درناوی وکړي


وسله وال طالبان
وسله وال طالبان

د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو د ویډیو کنفرانس له لارې په خپله پرونۍ فوق العاده غونډه کې تر ډېره له افغانستانه د بهرنیو وګړو او د هغو افغانانو د وتلو پر هڅو بحث وکړ چې غواړي له هېواده ووځي.

د ناټو عمومي منشي ینس سولټنبرګ د غونډې په پای کې یوې خبري غونډې ته پر هغو پرېکړو رڼا واچوله چې د بهرنیو چارو وزیرانو بحث پرې کړی و.

هغه وویل، له افغانستانه د ناټو د غړو هېوادونو او د ناټو د متحدانو د وګړو او هغو افغانانو چې له دوی سره یې کار کړی د ایستلو عملیات لومړیتوب لري.

سټولټنبرګ وویل، په غونډه کې د افغانستان پر وړاندې د ناټو د چلند په اړه هم بحث وشو او زیاته یې کړه، د ټولې نړۍ سترګې هغو کسانو ته دي چې اوس مهال په کابل کې واکمن دي.

د ناټو عمومي منشي له طالبانو وغوښتل چې تشدد سمدستي بند کړي او د ټولو افغانانو، که ښځې دي که نارینه یا ماشومان، اساسي حقونو ته درناوی وکړي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وویل، په غونډه کې د افغانستان پر وړاندې د ناټو د چلند په اړه هم بحث وشو
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وویل، په غونډه کې د افغانستان پر وړاندې د ناټو د چلند په اړه هم بحث وشو

ښاغلي سټولټنبرګ اسلام اباد ته د افغانستان د سیاسي تنظیمي مشرانو د سفر او د افغانستان په راتلونکي کې د پاکستان د ونډې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې د اسلام اباد د هڅو نتیجه باید په افغانستان کې د ټولو اړخونو په ګډون د یوه حکومت جوړېدل وي.

سټولټنبرګ وویل: "هغه څه چې اوس مهم دي دا دي چې په کابل کې هر نوی جوړېدونکی حکومت باید ټول شموله وي او هرڅه چې له دې بهیر سره مرسته کولای شي مهم دي."

سټولټنبرګ په کابل کې د نوي حکومت په جوړولو کې د پاکستان ونډه مهمه وبلله او ویې ویل، پاکستان په دې برخه کې ځانګړی مسوولیت لري، ځکه د ده په وینا هم د افغانستان ګاونډی دی او هم له طالبانو سره ښه اړیکې لري.

هغه زیاته کړه، پاکستان باید دا یقیني کړي چې افغانستان به له نړیوالو سره پر خپلو ژمنو عمل کوي.

سټولټنبرګ وویل، د ناټو د غړو د بهرنیو چارو د وزیرانو یوه بله غوښتنه دا ده چې باید افغانستان بیا د تروریستانو په ځاله بدل نه شي: "د بهرنیو چارو وزیرانو ژمنه وکړه چې ناټو به تروریستي ډلو ته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان له خاورې دوی ته ګواښ وکړي. ناټو پر امریکا د سېپټمبر د ۱۱مې د تروریستي حملو په ځواب کې په افغانستان کې ښکېل شوه او له افغانستانه په تېرو دوو لسیزو کې د ټلوالې پر غړو هېڅ راز حمله تنظیم نه شوه. دا بریا باید په همدې ډول خوندي وي."

ښاغلي سټولټنبرګ وویل، ناټو له افغانستانه د وتلو په خطرونو پوهېده، خو د ده په وینا د افغانستان د سیاسي او پوځي مشرتابه او د افغان پوځي ځواکونو د سقوط اټکل یې نه و، کړی.

د ناټو عمومي منشي وویل، خورا زیات درسونه شته چې ناټو یې باید د افغانستان له قضیې زده کړي او زیاته یې کړه چې دی په افغانستان کې د ناټو د ماموریت په اړه یوه هراړخیزه ارزونه پام کې لري.

  • 16x9 Image

    احمد تکل

    احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

XS
SM
MD
LG