د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۶

اشرف غني: هغه مهال واک پرېږدم چې افغانان مې د ځایناستي په اړه پرېکړه وکړي


د افغانستان ولسمشر اشرف غني
د افغانستان ولسمشر اشرف غني

د افغانستان ولسمشر اشرف غني وايي، هغه مهال به واک پرېږدي چې افغانان د ده د ځایناستي په اړه پرېکړه وکړي. د ښاغلي غني په خبره، د ده ځایناستی د افغانستان خلک ټاکي او دا حق به بل هېچا ته ورنه‌کړي.

ظاهراً د ښاغلي غني اشاره د پاکستان د صدراعظم عمران خان وروستیو څرګندونو ته وه.

ښاغلي غني دا خبره پرون پنجشنبه «۱۴۰۰ کال د زمري ۲۲» مازدیګر په ارګ کې د ځوانانو د نړیوالې ورځې په مراسمو کې وکړه.

ولسمشر غني وویل: "ځیني وايي په تېره بیا زموږ ګاونډیان چې که اشرف غني نه‌وي، هر څه سمېږي او سوله راځي. زما او ملیونونو افغانانو پوښتنه دا ده چې زما ځایناستی به څوک وي او څنګه به ټاکل کېږي. که د افغانستان خلک هره ورځ چې وغواړي زما ځایناستی وټاکي په سر سترګو، موږ دا حق بل چا ته نه‌ورکوو چې د افغانستان ملي زعیم وټاکي."

ولسمشر غني د تېر کال په حوت میاشت کې ویلي و چې د انتخاباتو له لارې د واک لېږد د ده د حکومت لپاره یو نه‌معامله کېدونکی اصل دی.

ده هغه مهال دا هم ویلي و چې حاضر دی تر ټاکلې نېټې مخکې انتخابات وکړي.

د پاکستان صدراعظم عمران خان پرون (پنجشنبه) په اسلام‌اباد کې له نړیوالو رسنیو سره په انلاین مرکه کې وویل، درې یا څلور میاشتې پخوا چې د طالبانو پلاوی اسلام‌اباد ته ورغلی و، هڅه‌یې وکړه چې دا ډله خبرو اترو ته وهڅوي.

عمران خان زیاته کړه: "د دوی شرط دا دی چې تر څو اشرف غني له واکه لاس نه‌وي اخیستی، موږ د افغانستان له حکومت سره خبرې نه‌کوو."

خو پرون د طالبانو د قطر دفتر مشر ملا برادر د افغانستان حکومت د سولې په خبرو کې د وخت په ضایع کولو تورن کړ.

له بلې خوا د افغانستان حکومت بیا طالبان د سولې په لاره کې په خنډ پېښولو تورنوي او وايي چې طالبان پر جګړې ټینګار لري.

طالبانو د سږ کال په مې کې د ناټو او امریکايي پوځیانو له وتلو سره سم جګړو ته زور ورکړی دی.

دې ډلې په یوه اوونۍ کې تر ۱۰ ډېر ولایتونه ونیول.

د جګړې په میدان کې د طالبانو له پرمختګونو سره پر پاکستان نیوکې زیاتې شوې، ډېری افغانان او یو شمېر پاکستاني سیاستوال اسلام‌اباد په تېره بیا د دغه هېواد پوځ او استخبارات د طالبانو په ملاتړ تورنوي او له نړیوالې ټولنې غواړي چې پر پاکستان بندیزونه ولګوي.

پاکستان تل دا ډول تورونه رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG