د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۷

جګړې لسګونه زره افغانان کډوال کړي؛ چارواکي: د مرستو لپاره ورته امکانات نه لرو


افغانستان کې د وروستیو جګړو له امله بې ځایه شوي کډوال
افغانستان کې د وروستیو جګړو له امله بې ځایه شوي کډوال

د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د بې ځایه شوېو کډوالو وضعیت د اندېښنې وړ بولي خو وایي، دا یو پالیسۍ جوړونکی وزارت دی او هېڅ امکانات په لاس کې نه لري چې د جګړو له امله له دغو بې ځایه شوېو سره مرسته وکړي.

د دې وزارت مرستیال ویاند محمد رضا بایر تېره شپه ازادي راډیو ته وویل: "په وروستیو ۱۵ ورځو کې شااوخوا پنځه زره او درې سوه کورنۍ او په ټول کال کې یعنې په پنځو میاشتو کې ۵۷ زره کورنیو خپلې اصلي مېنې خوشې کړي او بې ځایه شوي دي. اکثره بې ځایه شوي هم د کندز، کندهار، هلمند او ننګرهار ولایتونو دي."

دغه بې ځایه شوي ټول جګړو پسې اخیستي چې د سړېدو یې هېڅ څرک نه لګېږي.

۴۵ کلنه مرحبا چې د کونړ د ناړۍ ولسوالۍ د بریکوټ اصلي اوسیدونکو څخه ده او د جګړو له امله د نرنګ ولسوالۍ ته کډه شوې.

له یو شمېر جګړه ځپلو ولایتونو په زرګونو کورنیو کابل ته مخه کړې
له یو شمېر جګړه ځپلو ولایتونو په زرګونو کورنیو کابل ته مخه کړې

نوموړې د ځان او د نورو بې ځایه شوېو ستونزې داسې بیانوي: "خاوندان مو مړه شول، ډک کورونه را نه پاتې شول. ماشومان راسره دي، وږي دي، تږي دي، پیسې نشته. وضعیت مو ډېر خراب دی."

له یو شمېر جګړه ځپلو ولایتونو په زرګونو کورنیو کابل ته مخه کړې چې وضعیت یې د اندېښنې وړ دی.

په کابل کې د ازادي راډیو خبریال چې د دغو بې ځایه شوېو کسانو وضعیت له نژدې کتلی وایي، په ډېر بد حالت کې ژوند کوي.

یو شمېر دغو بې ځایه شوېو د خپل خپلوانو کورونو کې اړولي او ډېری یې د کابل په سرای شمالي کې په لارو او کوڅو کې اوسيږي.

کابل ته په کډه شوېو کې ان د هلمند له مرکز لښکرګاه څخه چې په وروستیو کې د سختو جګړو شاهد دی، هم په سلګونو کورنۍ شاملې دي.

له هلمنده یو شمېر دغو بې ځایه شوېو پرون په کابل کې په یوه لاریون کې خپلې ستونزې رابرسېره او له حکومت او مرستندویه ادارو یې د مرستې غوښتنه وکړه.

د دې لاریون یوه ګډونوال نصیب الله داوري ازادي راډیو وویل: "په لښکرګاه کې د وروستیو جګړو په ترڅ کې په لکونو کورنیو ته، ځاني، مالي او هم له رواني پلوه زیان رسیدلی. وضعیت ډېر خراب دی. ټولو خلکو ته زیانونه رسیدلي او بې ځایه شوي دي. زه له خپلې کورنۍ سره په دې وتوانېدو چې له یوې جوړې کالیو سره له سیمې ځان وباسو."

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارټین ګریفیټس وویل، جولای کې په هلمند، کندهار او هرات ولایتونو کې له زرو زیاتو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارټین ګریفیټس وویل، جولای کې په هلمند، کندهار او هرات ولایتونو کې له زرو زیاتو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې.

په عین حال کې د بشري چارو او بېړنیو مرستو د تنظیم برخه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارټین ګریفیټس پرون دوشنبه (د زمري ۱۸مه) په یوه بیان کې د افغانستان روان وضعیت د سختې اندېښنې وړ بللی او په جګړو د ملکي تلفاتو پر زیاتوالي یې اندېښنه څرګنده کړې.

هغه ویلي چې یوازې په جولای میاشت کې په هلمند، کندهار او هرات ولایتونو کې له زرو زیاتو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې.

ګریفیتس پر ملکي وګړو حملې غندلي او د سمدستي اوربند غوښتنه ېې کړې ده.

دغه راز د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح هم له ملګرو ملتونو او نورو مرستندویو ټولنو غوښتنه کړې چې د جګړو له کبله له بې ځایه شوېو افغانانو سره د مرستې په چاره کې د حکومت ملاتړ وکړي.

XS
SM
MD
LG