د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۱

فایننشل ټایمز: طالبان د ښارونو او بندرونو د نیولو هڅه کوي چې ډېرې پیسې ترلاسه کړي


یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • فایننشل ټایمز

فایننشل ټایمز ورځپاڼې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته د طالبانو د ګواښ په اړه لیکنه خپره کړې ده.

په دې لیکنه کې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته د افغانانو هغه وېره انځور شوې چې د طالبانو د بریدونو له کبله رامنځته شوې ده.

ورځپاڼې د یوې کورنۍ یادونه کړې چې په کندهار کې یې طالبانو د کور په شااوخوا کې مورچې ونیولې او دوی مجبوره شول چې له دې ولایته ووځي.

د فایننشل ټایمز له لیکنې سره سم، طالبان د ښارونو او دغه‌راز د بندرونو د نیولو هڅه کوي چې لا ډېرې پیسې ترلاسه کړي.

د ورځپاڼې د مقالې د لیکوال په باور، د طالبانو پرمختګونه به د امریکا متحده ایالاتو هغه اصلي سیاسي هدفونه له خطر سره مخامخ کړي چې وايي د ښځو د حقونو په شمول له تېرو دوو لسیزو راهیسې یې په خاطر جنګېږي.

پر دې سربېره به دا احتمال زیات شي چې افغانستان یو وار بیا د لوېدیځ د مخالفو جهادي ډلو پر خوندي پناه‌ځای بدل شي.

  • انډپنډنټ

انډپنډنټ ورځپاڼې بیا په کابل کې د دفاع د سرپرست وزیر پر هستوګنځي د حملې په اړه لیکنه خپره کړې ده.

په دې لیکنه کې د حملې د څرنګوالي او مرګ‌ژوبلو په اړه په تفصیل پسې ویل شوي چې دا برید وروسته له دې وشو چې امریکايي او نړیوال ځواکونه له افغانستانه تقریباً بېخي ووتل او داسې انګېرل کېږي چې دا ډول نورې حملې به وشي.

  • بلومبرګ

بلومبرګ خپرونې ترکیې ته د هغو افغانانو د لېږدولو او د ترکیې د حکومت د مخالفت په اړه لیکنه خپره کړې چې له نړیوالو ځواکونو سره‌یې مرسته کړې او د دغو ځواکونو له وتلو وروسته‌یې ژوند له خطر سره مخامخ دی.

خپرونه وايي چې ترکیې د امریکا دا غوښتنه رد کړې او ویلي یې دي چې نه‌غواړي د درېیمګړي هېواد انتظارخونه واوسي.

امریکا له یو شمېر هېوادونو غوښتي چې یو شمېر افغانانو ته موقتي ځای ورکړي څو امریکا ته د تګ لپاره‌یې د ویزې پروسه بشپړېږي.

خو ترک چارواکي اندېښنه لري چې که دغو افغانانو ته موقتي پناه ورکړي، دې هېواد ته به د نورو افغان پناه غوښتونکو سېل ورمات شي.

اوس هم ډېر افغانان په خپل هېواد کې د امنیتي وضعیت د خرابېدو له کبله ترکیې ته روان دي.

ترکیه وايي، اوس هم په نړۍ کې تر ټولو د ډېرو کډوالو کوربه دی.

ویل کېږي چې په دغه هېواد کې شااوخوا ۶ ملیونه سوري، عراقي او افغان کډوال مېشت دي.

اکثره افغانان غواړي چې له ترکیې څخه اروپايي هېوادونو ته لاړ شي. د اروپايي اتحادیې شورا په وروستیو کې ترکیې ته څو میلیارد یورو مالي مرسته اعلان کړه څو دې اتحادیې ته د کډوالو د ورتګ مخه ونیسي.

XS
SM
MD
LG