د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۳

فراه کې کډوال: طالبانو په زور او ګواښ له موږه ډوډۍ غوښته


فراه کې کډوال: طالبانو په زور او ګواښ له موږه ډوډۍ غوښته
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:20 0:00
په فراه ولایت کې جګړو او ناامنیو په زرګونه تنه له خپلو مېنو بې ځایه کړل.

په دغه ولایت کې د افغان ځواکونو او طالب جنګیالیو وروستیو سختو جګړو سلګونه کورنۍ فراه ښار ته راکډه کړل.

د رسمي شمېرو له مخې د کال له پیله تراوسه د دې ولایت له بېلابېلو ولسوالیو ۳زره کورنۍ بې ځایه شوي دي.

د دې بې ځایه شوېو یو شمېر یې چې بې وزله هم دي ادعا کوي چې طالب جنګیالیو به په زور او ګواښ له دوی ډوډۍ غوښتله. هغه ادعا چې د طالبانو ویاندویان يې تل ردوي او وايي چې جنګیالي يې د دوی تر ولکې لاندې سیمو کې له خلکو سره داسې چلند نه کوي.

په دې ویډیويي راپور کې د فراه ولایت د ګلستان د ولسوالۍ دوو بې ځایه شوېو کورنۍ غړو سره غږیږو چې فراه ښار ته راکډه شوي دي.
XS
SM
MD
LG