د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۸

امریکا کې د کرونا تازه کړکېچ؛ یو ځل بیا هره ورځ په اوسط ډول ۱۰۰ زره پېښې ثبتېږي


ارشیف، امریکا کې په کرونا ویروس اخته ناروغانو ته ځانګړی شوی روغتون
ارشیف، امریکا کې په کرونا ویروس اخته ناروغانو ته ځانګړی شوی روغتون

امریکا یو ځل بیا هره ورځ په اوسط ډول ۱۰۰ زره د 'کووېډ-۱۹' مثبتې پېښې ثبتوي.

د مثبتو پېښو په دومره شمېر سره وضعیت بېرته هغسې شوی دی لکه د تېر کال په ژمي کې.

د امریکا د ناروغیو د مخنیوي او کنټرول مرکزونو رئیسې روشیل والنسکي سي‌اېن‌اېن ټلوېزیون ته ویلي چې که خلک واکسین نه‌شي، ښايي د ورځې مثبتې پېښې څو لکو ته ورسېږي، هماغسې لکه د روان کال په جنورۍ میاشت کې چې پېښې اوج ته رسېدلې وې.

روغتیايي چارواکي اندېښنه لري چې دا ناروغي او مړینې به تر هغو روانې وي چې نور امریکايان هم له شته واکیسن استفاده ونه‌کړي.

ارشیف، امریکا کې په کرونا ویروس اخته ناروغ روغتون ته د لېږدولو پر مهال
ارشیف، امریکا کې په کرونا ویروس اخته ناروغ روغتون ته د لېږدولو پر مهال

د امریکا ۵۰ فیصده اوسېدونکي بشپړه واکسین شوي دي او تر ۷۰ فیصده زیاتو بالغو کسانو یې لږترلږه یو ډوز واکسین ترلاسه کړی دی.

امریکا نهه میاشتې وخت واخیست چې د ورځې په اوسط ډول د مثبتو پېښو شمېر ۱۰۰ زره ته راکم کړي چې دا شمېر په جنورۍ میاشت کې په اوسط ډول دوه‌نیم لکه وو.

په جون میاشت کې مثبتې پېښې کمې او د ورځې ۱۱،۰۰۰ شوې، خو اوسني ارقام د ورځې تر یو لک او اووه زره زیات دي.

له دې وبا څخه ژوندي پاته شویو د امریکا په اتلانتا، نیویارک، واشنګټن ډي سي، ډینوَر او ګڼو نورو ښارونو کې د اګسټ په اوومه نېټه له خلکو وغوښتل چې ماسکونه پر مخ کړي او واکسین شي.

تانیا واشنګټن چې په اتلانتا کې يې له 'کووېډ-۱۹' د رغېدلو کسانو غونډې جوړې کړي، وايي په دې ښار کې د یوې کلیسا مخې ته شااوخوا ۵۰ کسان راټول شول او ویې ویل، که څوک یو کس هم وژغوري، لوی کار به‌یې کړی وي.

امریکا کې د په کرونا ویروس اخته ناروغ روغتون د لېږدولو پر مهال
امریکا کې د په کرونا ویروس اخته ناروغ روغتون د لېږدولو پر مهال

تر امریکا او هند وروسته په برازیل کې هم د 'کووېډ-۱۹' مثبتې پېښې زیاتې شوې دي او د نړۍ پر کچه تر امریکا وروسته دوهم هېواد دی چې ډېرې مړینې په‌کې شوې دي.

په برازیل کې په ۲۴ ساعتونو کې د 'کووېډ-۱۹' ۴۳،۰۳۳ مثبتې پېښې ثبت شوې دي او په دې هېواد کې په ټوله کې د مړینو شمېر ۵۶۲،۷۵۲ ته رسېدلی دی.

XS
SM
MD
LG