د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۵

ایران کې د کرونا مثبتو پېښو شمېرې تر ۴ میلیونو او تلفات یې له ۹۲ زرو واوښتل


ایران کې د کرونا د درملنې لپاره یو ځانګړی روغتون
ایران کې د کرونا د درملنې لپاره یو ځانګړی روغتون

په ایران کې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ د مثبتو پېښو رسمي شمېرې د اګسټ په څلورمه تر څلور میلیونه واوښتې.

تهران دا خبر په داسې وخت کې ورکړچې په ټول ایران کې د کرونا د ډېلټا بڼې د پېښو د زیاتیدو خبرونه خپاره شوي دي او دا ډول کرونا له یوه انسانه بل ته ژر سرایت کوي.

د ایران روغتیا وزارت د چهارشنبې (د زمري ۱۳مه) په ورځ د ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې د ۳۹ زره ۳۵۷ نوېو مثبت پېښو خبر ورکړ او څرګنده یې کړه چې له دې سره په کرونا د ټولو اخته کسانو شمېره څلور میلیونه نولس زره څلوراتیا ته ورسېده.

د ایران د چهارشنبې د ورځې د رسمي شمېرو له مخې د کرونا ټول تلفات دوه نوي زره یو سل او څلورو ته لوړ شوي دي.

د ایران د روغتیا وزارت وايي، تراوسه تر ۱۱ میلیونه لږ ډېرو کسانو یوازې یو ډوز واکسین کړی
د ایران د روغتیا وزارت وايي، تراوسه تر ۱۱ میلیونه لږ ډېرو کسانو یوازې یو ډوز واکسین کړی

داسې باور کېږي چې اصلي شمېرې به په ایران کې چې درې اتیا میلیونه نفوس لري تردې ډېرې زیاتې وي.

د دې سربیره چې ایراني چارواکو بیا بیا په دې هېواد کې د کرونا د مخنیوي لپاره بندیزونه لګولي دي د منځني ختیځ تر بل هر هېواد په ایران کې د کرونا پېښې زیاتې دي.

په دغه هېواد کې د کرونا د واکسین هڅې هم ورو دي. د ایران د روغتیا وزارت په وینا تراوسه تر ۱۱ میلیونه لږ ډېرو کسانو یوازې یو ډوز واکسین کړی دی او دوه میلیونه او اته لکو کسانو ته دوه ځله دا واکسین رسیدلی دی.

د دوشنبې په ورځ د ایران مشر علي خامنه اي امر وکړ چې د کرونا د مخنیوي لپاره دې ضروري اقدامات وشي.

د ایران مشر علي خامنه اي امر وکړ چې د کرونا د مخنیوي لپاره دې ضروري اقدامات وشي.
د ایران مشر علي خامنه اي امر وکړ چې د کرونا د مخنیوي لپاره دې ضروري اقدامات وشي.

خامنه اي وروسته تردې دا خبره وکړه چې چارواکو د کرونا د پنځمې څپې خبر ورکړ او د ایران د روغتیا وزیر سیعد نمکي وړاندیز وکړچې دوې اوونۍ ټولبندیز اعلان شي.

د دې غوښتنې په ځواب کې د ایران د کورنیو چارو وزیر رحماني فضلي پرون وویل چې د بندیزونو لپاره نور غور ته اړتیا شته او په راتلونکو لنډو ورځو کې به پرېکړه وشي.

د ایران نوي منتخب ولسمشر ابراهیم رییسي د چهارشنبې په ورځ یوه ورځ مخکې تردې چې په پارلمان کې د لوړې مراسم ترسره کړي په ایران کې یې د کووېډ-۱۹ نولس ناروغۍ د غونډې مشري وکړه.

د ایران نوي منتخب ولسمشر ابراهیم رییسي له لوړې مخکې د کووېډ-۱۹ نولس ناروغۍ د غونډې مشري وکړه.
د ایران نوي منتخب ولسمشر ابراهیم رییسي له لوړې مخکې د کووېډ-۱۹ نولس ناروغۍ د غونډې مشري وکړه.

د ایران له بېلابېلو ښارونو څخه د راپورونو له مخې په ډېرو روغتونونو کې ځای نه شته چې نورناروغان ومني او د روغتونونو په بیړنیو خونو کې هم تر حد زیات ناروغان بستر شوي دي.

د ایران روغتیا وزارت خلکو ته خبرداری ورکړچې روغتیایي سپارښتنې عملي کړي، د دې وزارت په وینا تر څلویښت فیصده لږ کسان په ایران کې ماسک اغوندي او روغتیايي فاصله مراعاتوي.

XS
SM
MD
LG