د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۶

هندوستان د جانسن انډ جانسن کرونا ضد واکسین اضطراري لګولو ته اجازه ورکړه


هندوستان کې د کرونا ویروس ضد واکسین د تطبیق لړۍ
هندوستان کې د کرونا ویروس ضد واکسین د تطبیق لړۍ

هندوستان پرون شنبه د جانسن انډ جانسن په نوم د کرونا ضد واکسین اضطراري لګولو ته اجازه ورکړه.

هندوستان دغه واکسین ته چې په یوه ډوز کې خلکو ته لګول کېږي، داسې مهال اجازه ورکوي چې د خپلو وګړو د خوندیتوب کمپاین‌یې پراخ کړی دی.

د روغتیا وزیر منسوخ مانداویا (Mansukh Mandaviya) وویل، له دې سره به په هند کې د کرونا وبا په وړاندې مبارزه لا پیاوړې شي.

په دغه هېواد کې د جون له نیمايي د کرونا د نوې څپې پر مهال په دوو میاشتو کې لږترلږه ۲۰۰ زره کسان مړه شوي دي.

په دغه هېواد کې چې یو میلیارد او څه باندې ۳۰۰ ملیونه وګړي لري تر اوسه ۵۰۰ ملیونه کسانو واکسین لګولی او د دغه هېواد د وګړو یوازې ۸ فیصدو د واکسین دواړه ستنې لګولې دي.

په هند کې په ټوله کې څه کم ۳۲ ملیونه کسان په کرونا ویروس اخته شوي او تر څلورو لکو او ۲۷ زرو ډېر کسان مړه دي.

XS
SM
MD
LG