د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۶

امریکا تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا څه باندې ۱۰۷ زره مثبتې پېښې ثبت کړې


ارشیف، په امریکا کې په کرونا ویروس یو اخته ناروغ روغتون ته د لېږدولو پر مهال
ارشیف، په امریکا کې په کرونا ویروس یو اخته ناروغ روغتون ته د لېږدولو پر مهال

د امریکا متحده ایالات په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا د څه باندې ۱۰۷ زره مثبتو پېښو د ثبت خبر ورکوي.

تر ژمي وروسته دا لومړی ځل دی چې په دې هېواد کې دومره کسان په دې موده کې پر کرونا اخته کېږي.

د امریکا د ناروغیو د مخنیوي او کنټرول د مرکز مشر روچیل ولینسکي تېر ماښام سي‌اېن‌اېن ټلوېزیون ته وویل چې که خلک واکسین ونه‌لګوي، ښایي په یوه شپه او ورځ کې په سلګونه زره کسان پر دغه ویروس اخته شي.

د امریکایي روغتیایي چارواکو په باور په دې هېواد کې د کرونا د دېلټا بڼه په چټکۍ د خپرېدو په حال کې ده او په عین حال کې یو شمېر خلک نه‌غواړي چې ځان واکسین کړي.

د امریکا شااوخوا نیمایي وګړو د کرونا ضد دوه ډوزه واکسین لګولی او د بالغو کسانو په سلو کې شااوخوا ۷۰ یې لږترلږه د واکسین یو ډوز اخیستی دی.

XS
SM
MD
LG