د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۷ تله ۱۴۰۰ کابل ۰۶:۳۳

چین په سیمه ییزه کچه د کرونا ۸۰ مثبتې پېښې ثبت کړي


ارشیف

چین نن جمعه (د زمري ۱۵مه) په محلي سطحه د کرونا ویروس ۸۰ مثبتې پېښې ثبت کړي دي.

دا تازه پېښې داسې مهال ثبتېږي چې دغه هېواد هڅه کوي، په پراخه کچه د کرونا ویروس د خپرې شوې څپې مخه ونیسي.

دغه مثبتې پېښې د ۲۰۱۹میلادي کال په وروستیو کې په دغه هېواد کې د کرونا ویروس د خپرېدو له پیل راهیسې بې سارې بلل شوې دي.

چین له څو نورو هېوادونو سره هڅه کوي چې د کرونا ویروس یا کووېډـ۱۹ ناروغۍ د ډېلټا بڼې په وړاندې مبارزه وکړي چې په چټکۍ په خلکو کې خپرېږي.

په چین کې ۵۸ تازه پېښې په ختیځ ښار یانګژو او نورې په شپږو نورو ولایتونو کې ثبت شوي دي.

XS
SM
MD
LG