د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۱

امریکا بې وزله هېوادونو ته د کرونا واکسین د استولو لړۍ‎ پیل کړه


ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د امریکا متحدو ایالاتونو د نړۍ د کمزوري اقتصاد لرونکو هېوادونو ته د کرونا ویروس ضد واکسین د ۵۰۰ میلیونه ډوزه د استولو لړۍ‎ پیل کړه.

په دې کې د فایزر او بایو این ټیک واکسینونه شامل دي چې سلو هېوادونو ته استول کېږي.

دا مرسته ولسمشر جو بایډن پرون د اګسټ په درېیمه اعلان کړه، ویې ویل متحدو ایالاتونو لا مخکې ۶۵ هېوادونو ته د دې واکسین د ۱۱۰ میلیونه ستنو مرسته استولې ده.

ملګرو ملتونو ویلي چې د کرونا ضد واکسین دا کچه د هغې مرستې پرتله لوړه ده چې د روسیې او چین په ګډون ۲۴ نورو هېوادونو په ګډه کړې ده.

ولسمشر بایډن وویل، متحدو ایالاتونه به د دې ۵۰۰ میلیونه ډوزو په ګډون بې وزلو هېوادونو ته د دې واکسین سلګونه میلیونه نورې وړیا ستنې هم ورکړي.

XS
SM
MD
LG