د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۲

د ناامنیو زیاتوالی؛ لسګونه افغان محصلینې وايي غواړي خپلو ولایتونو ته تبدیلې شي


ارشیف، یو شمېر افغان مصحلینې
ارشیف، یو شمېر افغان مصحلینې

په ولایتونو کې د ناامنیو زیاتېدو یو شمېر نجونې محصلانې اندېښمنې کړې دي.

لسګونه نجونو د پنجشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د زمري ۱۴» په کابل کې په یوې اعتراضیه غونډه کې وویل، نه‌شي کولای په ناامنه ولایتونو کې، له خپلو کورونو لیرې زده‌کړو ته دوام ورکړي او غوره دا ده چې دوی د خپلو ولایتونو اړوندو پوهنتونونو ته تبدیلې شي.

یوې محصلې محبوبې ازادي راډیو ته وویل، کورنۍ یې اجازه نه‌ورکوي چې په ناامنه ولایتونو کې دې په لیلیه کې واوسېږو: "هیله ده چې په ناامنو ولایتونو کې د لیلیو شرایطو ته په پام، موږ د اړوند ولایتونو پوهنتونونو ته تبدیلې شو. کورنۍ مو اجازه نه‌راکوي چې د ناامنو ولایتونو په پوهنتونونو کې درس ووایو."

دوی وايي، د بېلابېلو ولایتونو د پوهنتونونو محصلانې دي او ډېرو یې څو سمسترونه درسونه هم ویلي دي.

د دوی په خبره امنیتي شرایط د تېرو کلونو په پرتله توپیر لري او د ناامنیو او تحصیل په اړه‌یې د دوی او د دوی د کورنیو اندېښنې جدي کړي دي.

افغانستان کې د طالبانو حملې او پر ضد یې د افغان ځواکونو عملیات زیات شوي دي.
افغانستان کې د طالبانو حملې او پر ضد یې د افغان ځواکونو عملیات زیات شوي دي.

د ننګرهار د طب پوهنځي یوې محصلې چې نه‌یې غوښتل نوم‌یې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل: "کورنۍ مو وویل په داسې شرایطو کې یوې ځوانې نجلۍ ته اجازه نه‌ورکوو چې په لیلیه کې واوسېږي او درس ووايي. ځینې محصلانې شته چې واده شوي، هغوی ته هم کورنۍ اجازه نه‌ورکوي په ناامنو شرایطو کې تحصیل وکړي، کورنیو یې ویلي چې حکومت باید دغه محصلانې د دوی د ولایت اړوندو پوهنتونونو ته تبدیلې کړي."

د افغانستان د لوړو زده‌کړو وزارت ویلي چې له یوه پوهنتون څخه بل ته د محصلانو تبدیلېدل، ځانګړي شرایط او مقررات لري.

د دغه وزارت ویاند حامد عبیدي وویل په ولایتونو کې ناامني بله موضوع ده، خو د دوی د تبدیلۍ په اړه به له نجونو محصلانو سره مشورې وشي او تصمیم به ونیول شي: "دغو محصلانو چې د خپلو تبدیلیو او نورو شرایطو په اړه‌یې اعتراض کړی، دوی دې وزارت ته مراجعه وکړي او خپلې ستونزې دې شریکې کړي، وزارت به له دوی سره په مشوره یو تصمیم ونیسي."

د افغانستان لوړو زده‌کړو وزارت ویاند حامد عبیدي
د افغانستان لوړو زده‌کړو وزارت ویاند حامد عبیدي

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو میاشتو کې په افغانستان کې جګړو زور اخیستی او د ځینو ولایتونو لکه هلمند، هرات، کندهار، جوزجان، تخار او نورو مرکزونه، د طالبانو له حملو سره مخ شوي دي.

د راپورونو له مخې په زرګونه کورنۍ د جنګونو له امله د دغو ولایتونو له ناامنه سیمو تښتېدلي او یا د تېښتې په حال کې دي او دغه وضعیت پر ټولو برخو او په تېره پر پوهنې او لوړو زده‌کړو تأثیر کړی دی.

XS
SM
MD
LG