د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۲

پکتیا کې ځینې نجونې: د ښځینه ښوونکو کموالي د ډېرېو نجونو د زده کړو مخه نیولې


د پکتیا د پوهنې رئیس وايي، تازه یې د ۲۰۰ بالامقطع ښځینه ښوونکو د ګمارنې پروسه پیل کړې ده.
د پکتیا د پوهنې رئیس وايي، تازه یې د ۲۰۰ بالامقطع ښځینه ښوونکو د ګمارنې پروسه پیل کړې ده.

په پکتیا کې یو شمېر نجونې زده کوونکې وایي، په دې ولایت کې د ښځینه ښوونکو د کموالي له امله یو شمېر کورنۍ خپلو لوڼو ته د منځنیو او عالي زده کړو اجازه نه ورکوي.

د پکتیا د مرکز ګردېز اوسېدونکې ۲۱ کلنه نازیه وایي، یوه لسیزه وړاندې هغه مهال چې په ښوونځي کې یې زده کړې کولې، له ګڼو اسانتیاوو بې برخې وه.

دا وایي، د زده کړو پر مهال یو شمېر کورنیو د هغې ټولګیوالې نجونې له دې امله له منځنیو او عالي زده کړو منع کولې چې په ښوونځيو کې د نجونو زده کوونکو لپاره د تدریسي چاپېریال او درسي موادو د نشتوالي تر څنګ به، نجونو ته زده کوونکو ته د ښځینه ښوونکو پرځای نارینه استادانو له خوا درس ورکول کېده.

د پکتیا مرکز ګردېز
د پکتیا مرکز ګردېز

نازیې زیاته کړه: "موږ داسې شرایطو کې درس ویلی چې تر دوولسم ټولګي پورې موږ په چوکیو نه یو ناست، حد اقل موږ لیسانس استادان نه درلودل، موږ دوولسم پاس استادان لرل، ښځینه معلمان نه و، ان کتابونه مو هم نه درلودل، اوس به هغه خویندې چې درس یې نیمایي کې پاتې شوی و اوس به راشي او درس به تکمیل کړي."

نازیه غواړي د نجونو زده کوونکو لپاره یوه ښوونکې شي او له دې لارې د دوی د درس پر وړاندې د یوه خنډ په لېرې کولو کې مرسته وکړي.

د دوولسم ټولګي یوه بله فارغه زده کوونکې فهیمه وایي، که څه هم د پکتیا مرکز کې د نجونو زده کوونکو پر وړاندې د کلتوري او امنیتي ستونزو تر څنګ د ښځینه ښوونکو د کموالي ستونزه تر یوه بریده را کمه شوې، خو په ولسوالیو کې لا هم ګڼې نجونې زده کوونکې د ښځینه ښوونکو د کموالي له ستونزې سره مخې دي.

دا وایي، غواړي د مرکز پرځای په ولسوالۍ کې نجونو زده کوونکو ته تدریس ورکړي: "یو باثباته افغانستان د ټولو هیله ده دا چې ولسوالیو کې ډېرې ناامنۍ دي، هلته هېڅوک زړه نه شي ښه کولی چې لاړې شي، زه خپله ځم هلته غواړم ښوونکې شم ترڅو خپلو خلکو ته خدمت وکړای شم."

په ولسوالیو کې د ناامنۍ او کلتوري ستونزو له امله د ښځینه ښوونکو د کمښت ستونزه په داسې مهال مطرح کېږي چې تازه د پکتیا نهه ولسوالۍ د وسله والو طالبانو تر کنترول لاندې راغلي.

د پکتیا د پوهنې رئیس کوچی ځاځی هم مني چې د ښځنیه ښوونکو د نشتوالي له امله ګڼې نجونې له زده کړو بې برخې دي خو وایي، تازه یې د مرکز په ګډون په یو شمېر ولسوالیو کې د ۲۰۰ بالامقطع ښځینه ښوونکو د ګمارنې پروسه پیل کړې ده.

فهیمه وایي، ګردېز کې د نجونو زده کوونکو پر وړاندې د کلتوري او امنیتي ستونزو تر څنګ د ښځینه ښوونکو د کموالي ستونزه تر یوه بریده را کمه شوې
فهیمه وایي، ګردېز کې د نجونو زده کوونکو پر وړاندې د کلتوري او امنیتي ستونزو تر څنګ د ښځینه ښوونکو د کموالي ستونزه تر یوه بریده را کمه شوې

ځاځي زیاته کړه: "د پکتیا په مرکز ګردېز، سیدکرم، احمدابا، اریوب، څمکني او ډنډپټان ولسوالیو کې به دوه سوه ښځینه ښوونکې وګمارل شي چې په مرکز ګردېز کې به تر ډېره ستونزې حل کړي او ولسوالیو کې به هم لږ ستونزې ورسره حل شي، خو لا هم ښځینه ښوونکو ته اړتیا لرو."

د پکتیا ځایي چارواکي په داسې مهال په پکتیا کې د ښځینه ښوونکو د ګمارنې خبره کوي چې لاهم د پکتیا د مرکز په ګډون په ولسوالیو کې نږدې زر تنه ښځینه ښوونکو د ګمارنې اړتیا لیدل کېږي.

د ښځینه ښوونکو د کمښت دغې ستونزې د دې ولایت په زرمت ولسوالۍ کې زرګونه نجونې زده کوونکې له زده کړو بې برخې کړي.

په دې ولسوالۍ کې وسله وال طالبان نجونې ښوونځيو ته نه پریږدي او لامل یې هم د ښځینه ښوونکو او د نجونو زده کوونکو لپاره د خوندي ښوونیز چاپېریال نشتوالی بولي، هغه څه چې له ژمنو سره، سره لا هم د پکتیا ځایي چارواکي یې په حل کولو نه دي بریالي شوي.

XS
SM
MD
LG