د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۹

افغان حکومت له شااوخوا ۳۵ هېوادونو او سازمانونو سره ۶ میاشتنی امنيتي پلان شریک کړ


د افغانستان د بهرنيو چارو وزیر د شااوخوا ۳۵ هېوادونو او نړيوالو سازمانونو له استازو سره د خبرو پر مهال
د افغانستان د بهرنيو چارو وزیر د شااوخوا ۳۵ هېوادونو او نړيوالو سازمانونو له استازو سره د خبرو پر مهال

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د شااوخوا ۳۵ هېوادونو او نړيوالو سازمانونو له استازو سره د شپږ مياشتني امنيتي پلان جزئيات شریک کړل.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير محمد حنيف اتمر په کابل د يوې خبري ناستې پر مهال اعلان وکړ چې د سې شنبې په ورځ‌يې «۱۴۰۰ کال د زمري ۱۲» د دغو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو له استازو سره د افغانستان د روانو حالاتو، سولې او د جګړې د کابو کېدو په اړه خبرې کړې دي.

ښاغلي اتمر وویل چې د شپږ مياشتني امنيتي پلان په اړه‌یې نړيوالو ته جزئیات ورکړي دي، نومړي د دې جزئیاتو یوه برخه له رسنیو سره داسې شریکه کړه: "د افغانستان نوی امنيتي پلان به نه‌يوازې افغانستان، بلکې د سيمې هېوادونو او نړيوالو لپاره وي او منطقه به له ګواښونو وژغوري، په دې پلان سره به نړۍ هم تر ډېره خوندي ځکه شي چې اوس‌مهال بهرني ترهګر د طالبانو په جامه کې دلته په افغانستان کې پټنځايونه جوړوي، دا پلان زموږ د خلکو د ژغورلو لپاره ډېر مهم دی او په دې اړه د نړيوالو همکارانو ځواب مثبت و."

د افغانستان د بهرنيو چارو وزیر د شااوخوا ۳۵ هېوادونو او نړيوالو سازمانونو له استازو سره د خبرو پر مهال
د افغانستان د بهرنيو چارو وزیر د شااوخوا ۳۵ هېوادونو او نړيوالو سازمانونو له استازو سره د خبرو پر مهال

ښاغلي اتمر دغه‌شان په نړيوالې ټولنې غږ وکړ چې پر طالبانو فشار زياد کړي.

هغه وويل، طالبانو اوس‌مهال په افغانستان کې وحشي او بې‌رحمه جګړه پيل کړې ده.

د نوموړي په خبره، په دې جګړه کې ملکي کسان وژل کېږي او ټول نړیوال بشري حقونه تر پښو لاندې شوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د سولې اړوند خبرو ته په اشارې سره وويل، په قطر کې د سولې خبرې بايد يوې پايلې ته ورسېږي.

نوموړي، طالبانو ته په خطاب کې وویل، که تاوتريخوالی ونه‌دروئ هېڅ ډول غوښتنې به مو ونه‌منل شي.

طالبانو په دې تر اوسه څه نه‌دي ويلي، خو مخکې تر دې یې ویلي چې د سولې خبرو ته ژمن دي.

قطر کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې بین‌الافغاني خبرو انیست غونډه
قطر کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې بین‌الافغاني خبرو انیست غونډه

ښاغلي اتمر په خپلو خبرو کې دا هم وویل چې په نږدې څو ورځو کې به په قطر کې د سولې دوه مهمې ناستې ترسره شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر (يوناما) په دغه هېواد کې جګړه او د ملکي تلفاتو کچه د پام وړ زياته ښودلې او د روانو حالاتو د کابو کېدو غوښتنه‌يې کړې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG