د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۸

امریکا: طالبانو نژدې نیمایي ولسوالۍ نیولي، خو هېڅ مهم ښار یې نه دی لاندې کړی


ارشیف، وسله وال طالبان
ارشیف، وسله وال طالبان

د امریکا لوی درستیز وایي، طالبانو د افغانستان نژدې نیمایي ولسوالۍ لاندې کړي، خو په خبره یې تراوسه یې هېڅ مهم ښار نه دی نیولی.

د ازادي راډيو د خبر مرکزي څانګې په استناد جنرال مارک میلي ویلي، طالبانو د افغانستان له څلور سوه شل ولسوالیو څخه تقریبا نیمایي نیولي دي.

طالبان غواړي په ټول افغانستان کې پراخې حملې وکړي، خو بریالي به نه شي. 

ښاغلي میلي پرون په واشنګټن کې وویل، داسې ښکاري چې طالبان غواړي په ټول افغانستان کې پراخې حملې وکړي، خو بریالي به نه شي.

جنرال میلي زیاته کړه چې دې وسلې والې ډلې تر اوسه د افغانستان هېڅ مهم ښار نه دی نیولی او افغان ځواکونه د لویو ښارونو د استوګنو د ساتنې په خاطر د تنظیم په حال کې دي.

جنرال میلي بیا وویل چې تر دوه سوه ډېرې ولسوالۍ د طالبانو تر واک لاندې دي. ده تیره میاشت ویلي و چې یو اتیا ولسوالۍ د طالبانو په لاس کې دي.

د امریکا لوی درستیز مارک میلي
د امریکا لوی درستیز مارک میلي

له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو په حال کې د امریکا لوی درستیز دا اندېښنه هم ښودلې چې د اوسنۍ جګړې د بریا لپاره د افغان ځواکونو شمېر کافي نه دی، خو ویلي یې دي، د طالبانو په تناسب د دې ځواکونو شمېر ډېر دی.

دا لوړ پوړی امریکایي جنرال چې د افغانستان د وضعیت د خرابوالي په اړه غږېده وایي، د افغانستان اوسنۍ جګړې امنیتي ځواکونه او حکومت له ازمېښت سره مخامخ کړی دی.

ده ویلي، د دغه ازميښت لپاره طالبانو بریدونه ډېر کړي، زیاتې سیمې یې لاندې کړي، د بندرونو کنټرول یې خپل لاس کې اخیستی او یو شمېر ښارونه یې کلابند کړي دي.

په همدې حال کې طالبانو ویلي چې د اختر په ورځو کې د دوی جنګیالي دفاعي حالت کې و.

خو له دې سره-سره د افغانستان له ځینو سیمو، له هغې ډلې د کونړ له غازي اباده پرون د طالبانو د یرغلیزو بریدونو خبرونه خپاره شول.

دغلته ولسي استازو وویل چې طالبانو د ملي اردو یو مرکز نیولی دی.

افغان چارواکي هم د طالبانو جګړو غوسه کړي دي.

ولسمشر محمد اشرف غني د اختر په وینا کې وویل چې طالبان د سولې لپاره هېڅ ډول اراده نه لري.

طالبان بیا وایي، دوی سولې ته نیت لري، خو ټينګار کوي چې لومړی باید د دوی او امریکا د دوحې هوکړه عملي شي.

دې هوکړه کې د طالبانو د ټولو بندیانو خلاصون او له تورو لستونو د دوی د مشرانو د نومونو لرې کول راغلي دي.

XS
SM
MD
LG