د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۱

غني: طالبان اسلامي او ملي مشروعیت نه لري، د زور خبرې کوي سولې ته یې نیت نشته


ولسمشر غني په ارګ کې
ولسمشر غني په ارګ کې

د افغانستان جمهور رییس وايي، طالبان نه اسلامي او نه هم ملي مشروعیت لري او د پاکستان له مدرسو په ځانګړي توګه له حقانیه او عثمانیه نه د افغانستان په اړه پرېکړه اخلي.

محمد اشرف غني چې په ارګ کې د لوی اختر له لمانځه وروسته ملت ته په اختریز پیغام کې وویل، طالبان د سولې نیت او اراده نه لري.

ښاغلي غني زیاته کړه: "په طالبانو کې د سولې نیت او اراده نشته، موږ دا پلاوی ځکه ولېږه چې یو اتمام حجت وشي، موږ په واضع توګه هم د سولې نیت لرو، د سولې اراده او هم مو سولې ته قرباني ورکړې، مګر طالبان د سولې نیت او اراده نه لري، نو پر دې اساس موږ باید تصمیم ونیسو."

ښاغلي غني دا هم وویل چې د راتلونکو درې او شپږو میاشتو لپاره منظم امنیتي پلان چمتو شوی چې د دغه پلان د یوې برخې تطبیق د تېرې اوونۍ بېړني امنیتي پلان وضعیت ته بدلون ورکړ، خو جزییات یې ورنه کړل.

دوه ورځې مخکې د عبدالله عبدالله په مشرۍ یو افغان دولتي لوړ پوړي پلاوي، د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو د سولې له پلاوي سره دوه ورځې مذاکرات وکړل، ګډه اعلامیه يې خپره کړه او دواړو لورو د خبرو په دوام ټینګار کړی.

د جمهور رییس محمد اشرف غني د سږکال اختریز پيغام په ملي یووالي راڅرخېده.

دوحه کې د طالبانو د سولې له پلاوي سره دوه ورځې مذاکرات وکړل
دوحه کې د طالبانو د سولې له پلاوي سره دوه ورځې مذاکرات وکړل

محمد اشرف غني وویل، که څه هم وضعیت حساس دی، خو فرصت هم شته چې باید ټول تېر هېر کړو او تر یو چتر لاندې له جمهوریته دفاع او ملاتړ وکړو.

جمهور رییس غني زیاته کړه، نه هم معامله روانه ده او نه هم دی 'غني' د معاملي نیت لري، نو په داسې وضعیت کې، نه باید امتیاز طلبي وشي.

دی وايي: "هغوی چې د خپل نظام او ملکیت او ژوند د ساتنې لپاره اماده دي او مبارزه کوي، موږ چمتو یو چې له ټولو ګټه واخلو، دوی 'ولسي پاڅونوال' باید د امنيتي او دفاعي ځواکونو په چوکاټ کې وي، دا پیغام باید ټولو ته روښانه وي چې نه په دې هېواد کې خپلسري او نه هم ملېشه جوړولو ته اجازه شته."

ښاغلي غني وویل چې یو شمېر کسان د نوي تشکیل شوي حکومتونو له عینکو افغانستان ته ګوري او وايي چې افغانستان یو ملت نه دی، د ښاغلي غني په خبره تل د افغانستان په اړه وړاندینې غلطې ثابتې شوې.

محمد اشرف غني دا هم وویل چې طالبانو ۱۵۰ جوماتونه وران کړي، ایا د پاکستان سیاستوال چمتو دي چې د طالبانو حکومت ومني، څه چې پاکستان ځانته غواړي، موږ ته دې هم وغواړي او پاکستانۍ رسنۍ د طالبانو په ملاتړ تبلیغات کوي.

نوموړي دا هم وويل چې د پنځه زور طالب بندیانو په خلاصون کې بهرنیان او هغه کسان چې شک یې کاوه افغان حکومت د سولې نیت نه لري، ملامت دي، دی خلاصون طالبانو ته یوه فرقه په لاس کې ورکړه او له تړون خلاف جګړه کوي.

محمد اشرف غني دا هم وویل چې طالبانو ۱۵۰ جوماتونه وران کړي
محمد اشرف غني دا هم وویل چې طالبانو ۱۵۰ جوماتونه وران کړي

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا وايي چې طالبان د سولې نیت لري، دا ښکاره اراده ده چې د دوی 'حکومت'د سولې پلاوی د طالبانو له پیاوړي پلاوي سره په خبرو بوخت وو.

مجاهد د اختر په لومړۍ ورځ ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل: "د سولې په درشل کې دا ډول څرګندونې او دریځونه د سولې نیت نه څرګندوي، موږ 'طالبان' د سولې اراده لرو، خو مقابل اړخ 'حکومت' یې نه لري."

طالبانو په یوه اعلامیه کې ویلي چې د اختر په مناسبت یې لسګونه افغان سرتیري له خپله بنده ازاد کړي دي.

خو په داسې حال کې چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني پخوانی ولسمشر حامد کرزی عبدالله عبدالله او نور لوړ پوړي چارواکي په ارګ کې په لمانځه بوخت و، په کابل ښار درې توغندي ولګېدل.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند میرویس ستانکزی ویلي چې دا توغندي شااوخوا اته بجې د کابل ښار د څلورمې ناحیې له اړوند درېیم پروان سیمې نه له یو عراده کرولا ډوله موټر توغول شوي چې یو د لومړۍ ناحیې په باغ علي مردان سیمه کې بل حضوري چمن او درېیم یې په دوهمه ناحیه کې لګېدلی چې ځاني زیان نه لري.

XS
SM
MD
LG