د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۱۰:۵۵

دوحه کې د سولې لپاره د دوهمې ورځې غونډه؛ سرچینه: پر ۴ ټکو بحث شوی


دوحه کې د سولې خبرې
دوحه کې د سولې خبرې

نن په په دوحه کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالب د لوړ پوړو پلاوو ترمنځ د سولې د خبرو دویمه ورځ ده.

تېره ورځ د دواړو خواوو اووه کسیزو ډلو د بندو دروازو تر شا د ماښام تر ناوخته د افغانستان د سولې په اړه خبرې وکړې، خو جزییات یې رسنیز نه کړل.

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا وايي، د پرونیو بحثونو په دوام به نن هم دواړه لوري سره کېني.

د دې شورا ویاند فریدون خوځون ازادي راډیو ته وویل: "پرون مو په مهمو موضوعاتو خبرې وکړې، نن به هم همدا موضوعات تعقیب شي. کله چې بحثونه پای ته ورسېدل، ګډه اعلامیه به خپرېږي او په کې به هغه موضوعات روښانېږي چې په غونډه کې پرې بحث شوی. موږ هیله‌مند یوو چې د افغانانو لپاره ښه خبرونه ولرو."

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا ویاند فریدون خوځون وايي، د پرونیو بحثونو په دوام به نن هم دواړه لوري سره کېني.
د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا ویاند فریدون خوځون وايي، د پرونیو بحثونو په دوام به نن هم دواړه لوري سره کېني.

خو له دواړو لورو یو شمېر سرچینو ازادي راډیو ته وویل، په پرونیو بحثونو کې اوربند، د جګړې درېدل، راتلونکی نظام، اساسي قانون او د بندیانو خلاصون، د خبرو اصلي ټکي وو.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم هم ازادي راډیو ته وویل، پر دې بحث شوی چې څه ډول اوسنۍ ستونزو ته د حل لار پیدا شي: "البته په عام ډول دومره ویلای شم چې پرون پر دې بحث وشو او نن به هم وي چې څه ډول ستونزو ته د پای ټکی کېږدو او د مذاکراتو بهیر چټک شي. "

د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو ترمنځ د دې پړاو خبرو لپاره ډېره هیله‌مندي شته چې ګوندې د سیاسي حل لپاره یو لار پرانیزي.

ملا هېبت‌الله هم په خپل اختریز پیغام کې د خبرو له لارې د اوسنۍ ستونزې په حل ټینګار کړی
ملا هېبت‌الله هم په خپل اختریز پیغام کې د خبرو له لارې د اوسنۍ ستونزې په حل ټینګار کړی

هاخوا بیا د طالبانو مشر ملا هیبت‌الله هم په خپل اختریز پیغام کې د خبرو له لارې د اوسنۍ ستونزې په حل ټینګار کړی او وايي، ښه ده چې دواړه لوري خپلې ستونزې په خپله حل کړي.

په دې پیغام کې د طالبانو د مشر له خولې لیکل شوي، دوی د سیاسي بهیر د ښه پرمختګ لپاره دفتر پرانیستی او د خبرو له لارې د مسالې حل ته ژمن دي.

د ملا هېبت‌الله په پیغام کې د بهرنیو عسکرو له وتلو وروسته، له نړۍ او د سیمې هېوادونو سره د ښو اړیکو یادونه شوې او ورته ډاډ ورکړل شوی چې د افغانستان خاوره به یې پر ضد نه کارول کېږي، خو د ورته عمل غوښتنه هم شوې.

طالبان داسې مهال د ستونزې په سیاسي حل ټینګار کوي چې امریکا هم په زور واک ته د دې ډلې له رسېدو سره مخالفت ښودلی.

زلمي‌ خلیل‌زاد ویلي، طالبان نه‌شي کولی قدرت انحصار کړي
زلمي‌ خلیل‌زاد ویلي، طالبان نه‌شي کولی قدرت انحصار کړي

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي‌ خلیل‌زاد الجزیره ټلوېزیون سره مرکه کې ویلي: "هېڅ پوځي حل‌لاره نه‌شته، طالبان نه‌شي کولی قدرت انحصار کړي، که داسې یې وکړل، موږ یې حکومت په رسمیت نه‌ پېژنو. ان تېر ځل چې ځینو هېوادونو د طالبانو حکومت په رسمیت منلی و، اوس وایي چې نه، دا ډول حکومت ورته د منلو وړ نه‌دی. طالبان هم وايي چې دا ډول حکومت نه غواړي، پر ځای یې ټول‌شموله حکومت غواړي، داسې حکومت چې د ټولو افغانانو حقونه ته درناوی وکړي. دوی ته پکار ده چې دا ډول ژمنه له نورو افغانانو سره په تړون کې واضح کړي."

د افغانستان اسلامي جمهوریت، طالبان او نړیواله ټولنه داسې مهال د شخړې په سیاسي حل ټینګار کوي چې د دغه هیواد په ۲۸ ولایتونو کې د افغان ځواکونو او دې ډلې ترمنځ مخامخ جګړه روانه ده.

د ملي دفاع وزارت وايي، توانېدلي چې له دې ډلې هغه ۱۸ ولسوالۍ بېرته ونیسي، کومې چې په دې وروستیو کې طالبانو نیولې وې.

XS
SM
MD
LG