د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۴

سولې ته تازه هیلې؛ کرزی: روان وضعیت بدلیدونکی دی، د سولې جدي خبرې پیلېږي


د افغانستان مخکینی جمهور رییس حامد کرزی
د افغانستان مخکینی جمهور رییس حامد کرزی

د افغانستان مخکینی جمهور رییس حامد کرزی روانو حالاتو ته خوشبین دی. هغه د سې شنبې (د چنګاښ ۲۲مه) په ورځ په کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال خبریالانو ته وویل، روان حالات بدلیدونکی دی او د سولې خبرې به ډېر ژر په جدي ډول پیل شي.

دی وايي: "دا حالت تیریدونکی دی، جګړه د پردیو ده، د دې پردۍ جګړې څخه د وتلو لاره ورورولي او سوله ده، موږ سولې ته رسېږو، تاسو به ډېر ژر د سولې د جدي خبرو د بیا پیل شاهدان واوسئ او د سولې خواته به ولاړ شئ."

روان حالات به ډېر ژر بدلون ومومي، افغانانو د روان وضعیت په تړاو زغم ولرئ.. 

ښاغلی کرزی وايي، په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې يوه غوغا خپره شوې ده چې ګنې نظام به سقوط وکړي او یا هم د تېرو شلو کلونو لاسته راوړنې به له منځه ولاړې شي، خو په خبره یې په دې اړه اندېښنه نه ده پکار.

د هغه په باور روان حالات به ډېر ژر بدلون ومومي او له ټولو افغانانو د وضعیت په تړاو یې د حوصلې غوښتنه وکړه.

د افغانستان مخکیني جمهور رییس له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو ته په اشارې سره وویل، هغه ژمنه چې امریکا له افغانستان سره د سولې د ټینکښت په برخه کې کړې وې، پوره یې نه کړه.

خو د امریکا متحده ايالاتو په وار-وار دا ويلي، له افغانستان سره به خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي او دغه هېواد کې به ډیپلوماتیک حضور ولري.

حامد کرزی وايي، طالبان د ولسوالیو په سقوط سره هېڅ هم نه شي ترلاسه کولای.
حامد کرزی وايي، طالبان د ولسوالیو په سقوط سره هېڅ هم نه شي ترلاسه کولای.

تازه د افغان سولې لپاره د هغه هېواد ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د سولې د خبرو د پرمختک لپاره د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو د سولې له مرکچي پلاوو سره کتلي دي.

نوموړي د هېواد په روانو حساسو شرایطو کې د جګړې په دواړو خواو د سولې غږ وکړ: "په طالبانو غږ کوم هغه څه چې په دې شل کلونو کې جوړ شوي د افغانانو دي، د بهرنیانو نه دي، مه یې ورانوئ او په افغان حکومت غږ کوم چې د سولې په اړه د ترلاسه شوېو فرصتونو څخه ګټه پورته کړه، مه یې ضایع کوه، هڅه وکړه او ژر د خبرو او سولې له لارې د یو ملي حکومت جوړولو ته ځان ورسوه."

ښاغلي کرزي د طالبانو له لوري په دې وروستیو کې د ولسوالیو سقوط ته په اشارې سره هم وویل، طالبان د ولسوالیو په سقوط سره هېڅ هم نه شي ترلاسه کولای.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د افغانستان مخکیني جمهور رییس وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې وايي چې دوی له پیله د سولې لاره غوره کړې ده.

ښاغلی مجاهد وايي، د ۱۶ میاشتو په تیرېدو سره د سولې مخالف اړخ 'افغان حکومت' فرصت له لاسه ورکوي او نه غواړي چې د سولې لپاره پرمختګ رامنځته شي.

افغان حکومت بیا تل د سولې په پروسه کې د پڅ عمل پړه پر طالبانو اچوي او د خپلې ژمنتیا خبره کوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG