د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۱

ګارډین: تاریخ ته په کتو هېڅوک نه شي کولای له بهره افغانستان ته سوله راولي


یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • هېل

د امریکا هېل ورځپاڼې په افغانستان کې د ناټو د عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر د ماموریت په پای ته رسېدو یوه لیکنه خپره کړې ده.

دا جنرال درې کاله وروسته داسې حال کې خپله دنده پای ته رسوي چې ټاکل شوې د اګسټ تر ۳۱مې ټول امریکایي ځواکونه له افغانستانه ووځي.

د مېلر ځای ناستی اوس جنرال کېنټ فرانک مککنزي دی، د ورځپاڼې په باور، مککنزي به د فلوریډا ایالت له تامپا څخه خپل څارونکی ماموریت مخته وړي.

ورځپاڼې د طالبانو په جګړو په ځانګړي ډول په شمال کې د زیاتو ولسوالیو پر سقوط هم اندیښنه څرګنده کړې ده.

څو ورځې وړاندې بیا ولسمشر جو بایډن وویل، افغانستان شااوخوا درې لکه وسله وال ځواکونه لري او طالبان نه شي کولای چې ډېر پرمختګ وکړي.

  • ګارډین

له بریتانیا خپریدونکې ګارډین ورځپاڼې بیا لیکلي، تاریخ ته په کتو هېڅوک نه شي کولای چې له بهره افغانستان ته سوله راولي.

د مطلب لیکوال د افغانستان د تېروو دوو پيړیو تاریخ ته لنډه کتنه کړې او پر افغانستان د انګریزانو او پخواني شوروي اتحاد د یرغلونو یادونه یې هم کړې ده.

د لیکوال په باور، امریکایي او ناټو ځواکونه نه شي کولای چې تر ابده افغانستان کې پاتې شي، خو داسې پوښتنه مطرح شوې چې ایا اوس له افغانستانه د ټولو امریکایي او ناټو ځواکونو وتلو ته شرایط مساعد دي.

د ګارډین په لیکنه، له کله نه چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتل ګړندي شوي، د سیمې هېوادونو لاسوهنې ته سترګې نیولي.

لیکوال دا هېوادونه پاکستان، ایران، هند او چین یاد کړي دي.

د مطلب په پای کې راغلي، دا هېوادونه باید پوه شي چې افغانان د ټولو بهرنیو وتلو ته اړتیا لري او باید خپلو کې سره کیني او د خپل برخه لیک په اړه پریکړه وکړي.

XS
SM
MD
LG