د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۷

هشت صبح: پاکستان کې د دیني مدرسو په پیل سره به افغانستان کې د جګړې لیکې سړې شي


یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې
یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې
  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو په بېړه وتلو او د حکومت له لوري د یو منظم پلان په نشتوالي نیوکه کړې ده.

وړاندې راغلي، د چارواکو له دریځونو او د جګړې په ډګر کې له واقعیتونو ښکاري چې حکومت له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتلو لپاره چمتووالی نه‌درلود او همدا لامل دی چې دا مهال ولسوالۍ سقوط کوي.

لیکوال همدارنګه د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین میرویس ناب وروستیو څرګندونو ته اشاره کړې چې د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال مظفر حسین‌زاده ته ویلي چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل په بېړه وشوه، نو ځکه ناامنیو زور اخیستی، خو ډاډ یې ورکړی چې د طالبانو اوسنۍ حملې به دوام نه‌کوي او په وینا یې چې په پاکستان کې د دیني مدرسو په پیل سره به د جګړې لیکې سړې شي.

لیکوال انتقاد کړی چې د افغان چارواکو دا ډول څرګندونې په ګوته کوي چې دوی خپله بې‌غوري په داسې څرګندونو پټوي او د روان وضعیت کنټرول لپاره هېڅ کوم پروګرام نه‌لري.

  • مسیر

مسیر ورځپاڼې بیا پوښتلې چې د سولې خبرې څنګه بېرته پیلېدای شي؟

وړاندې په کابل کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما وروستي بیان ته اشاره شوې چې ویلي، مشرې یې دیبورا لاینز له ولسمشر غني سره کتلي او غوښتنه‌یې کړې چې د سولې خبرې ژر بېرته پیل شي.

خو د لېکوال په وینا، اوس ستونزه دا ده چې له بده مرغه له دواړو اړخونو څخه سولې ته لېوالتیا نه‌شته او طالبان فکر کوي چې څومره چې دا خبرې ځنډېږي، دوی ګټه کوي، ځکه لا زیاته جغرافیه لاندې کوي او په دې ډول به په سوله کې هم ډېر امتیاز ولري.

لیکوال همدارنګه لیکلي چې حکومتي چارواکي هم هغسې سولې ته تیار نه‌دي چې د دوی واک او ځواک ورسره ختم شي او دوی لا هم د طالبانو د ملامتۍ لوبه مخکې وړي او په دې ډول د سولې خبرې درېدلې دي.

خو لیکوال ټینګار کوي او لیکي، اوس پکار ده چې د ملامتۍ لوبه بنده شي او دواړه اړخونه باید په واضح ډول اعلان وکړي چې د سولې خبرو ته تیار دي او عملي ګامونه واخیستل شي.

  • هېواد

هېواد ورځپاڼې لیکلي، له کله چي له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د وتلو لړۍ پيل شوې، جګړه نوره پسې پراخه شوې ده.

د لیکوال په وینا، پاکستان پر دې سربېره چې د افغانستان پر ضد يې خپلې ملېشې په جګړه کې ښکېلې کړي، نورې ترهګرې ډلې هم را استوي چې له افغانستان سره جګړه وکړي.

لیکوال وړاندې ټینګار کړی چې د پاکستان دا جګړه له نور کله ډېره په داسې حال کې بربنډېږې چې خپله د پاکستان چارواکي هم اقرار کوي چې دا جګړه له هغه ځايه سرچينه اخلي.

وړاندې په دې اړه د پاکستان د کورنيو چارو وزير وروستیو څرګندونو ته اشاره شوې او ویلي چې د افغانستان په جګړو کې مړه او ټپي شوي طالب جنګيالي پاکستان ته وړل کېږي او د دې ډلې مشران هم په دغه هېواد کې مېشت دي.

د لیکوال په اند افغانستان به د پاکستان د دغه يرغل پر ضد په نړيواله کچه غږ پورته کړي او دا د افغانستان برحق غږ دی او ملګري ملتونه او نړيواله ټولنه اړ دي چې د افغانستان دا غږ واوري.

XS
SM
MD
LG