د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۴

سولې خبرو ته تازه هڅې؛ سرچینه: راتلونکې جمعه یو حکومتي پلاوی دوحې ته ځي


قطر کې د طالبانو سیاسي استازي
قطر کې د طالبانو سیاسي استازي

‎ټاکل شوې چې له یو شمېر افغان چارواکو او مطرحو سیاسي شخصیتونو جوړ یو پلاوی طالبانو سره د خبرو لپاره قطر ته سفر وکړي.

‎په افغان حکومت کې دننه ځینو باخبرو سرچینو ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل چې ټاکل شوې دا پلاوی د جمعې په ورځ دوحې ته ولاړ وشي.

‎سرچینو د موضوع د حساسیت له امله د نوم نه ښودلو په شرط زیاته کړه چې د دې سفر هدف په لوړه کچه د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بین الافغاني خبرو بېرته پیل او چټکتیا ده.

‎سرچینه زیاتوي، دغه پلاوي کې د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله، مخکینی جمهور رییس حامد کرزی، د سولې په چارو کې د افغان دولت وزیر سید سعادت منصور نادري، یونس قانوني، حاجي محمد محقق، کریم خلیلي، فاطمه ګیلاني، عبدالرشید دوستم، ګلبدین حکمتیار او سلام رحیمي شامل دي.

د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادات منصور نادري او په امنیتي چارو کې د جمهور رییس محمد اشرف غني سلاکار حاجي محمد محقق ازادي راډیو ته په لیکلي پیغام کې په دغه پلاوي کې خپل غړیتوب منلی دی.

ښاغلي محقق د جمعې په ورځ د سفر تایید هم کړی، خو دغو چارواکو بیا د پلاوي د نورو غړو او د خبرو د څرنګوالي او دا چې پر کومو موضوعاتو به وي جزییات نه دي ورکړي.

‎طالبان د دغه پلاوي له احتمالي ورتګه هرکلی کړی.

په امنیتي چارو کې د جمهور رییس محمد اشرف غني سلاکار حاجي محمد محقق ازادي راډیو ته په لیکلي پیغام کې په دغه پلاوي کې خپل غړیتوب منلی دی.
په امنیتي چارو کې د جمهور رییس محمد اشرف غني سلاکار حاجي محمد محقق ازادي راډیو ته په لیکلي پیغام کې په دغه پلاوي کې خپل غړیتوب منلی دی.

‎په قطر کې د دغې ‌‌‌‌‌‌ډلې د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته لیکلي، مذاکرات له وړاندې پیل شوي او که د ستونزو د هواري لپاره څوک ورځي، دوی ورسره ستونزه نه لري او خبرو کولو ته چمتو دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېرو دوو اوونیو راهیسې دوحه کې د دولت او طالبانو د مرکچي پلاوو د تماس ډلو ترمنځ ناستې هم منظمې شوي او د سولې پر اصلي موضوعاتو بحثونه پیل شوي.

‎په ورته وخت کې د افغان سولې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم قطر ته په خپل تازه سفر کې د دواړو خواوو له مرکچي پلاوو سره کتلي او د سولې د خبرو پر چټکتیا یې ټینګار کړی دی.

‎تېره ورځ مخکیني جمهور رییس حامد کرزي او وړمه ورځ د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله هم رسنیو ته وویل چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې به چټکې شي.

دا هڅې داسې مهال دي چې د روان زېږدیز کال د مې د میاشتې له لومړۍ نېټې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو له بهیر سره سم دغه هېواد کې تاوتریخوالی او جګړو زور اخېستی او نېږدې هره ورځ افغان حکومت او طالبانو یو له بله د یو شمېر ولسوالیو او سیمو د نیولو خبره کوي.

ټاکل شوې، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر د روان زېږدیز کال د سېپټمبر په ۱۱مه نېټه بشپړ شي.

XS
SM
MD
LG