د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۲

محب: د ولسوالیو او سرحدي بندرونو په نیولو کې د طالبانو چټکتیا د تعجب وړ ده


وسله وال طالبان
وسله وال طالبان

د طالبانو له خوا د لسګونو ولسوالیو او ځینو سرحدي بندرونو له نیول کېدو وروسته، د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب په دې هېواد کې د طالبانو پرمختګونه د تعجب وړ بللي دي.

ښاغلي محب ویلي چې طالبانو په ولسوالیو او ان د یو شمېر سوداګریزو بندرونو په نیولو کې چټک عمل کړی، خو له بېلابېلو خواوو د افغان امنیتي ځواکونو له لوري د هغوی مخه ډب شوې ده.

حمدالله محب د امریکا له ملي راډیو 'اېن،پي،ار' سره تازه په مرکې کې ویلي چې د طالبانو له خوا د سرحدي بندرونو نیول د تمې خلاف کار و او د یو شمېر ولسوالیو له نیول کېدو وروسته د طالبانو تبلیغاتي جنګ اغیز پرېیښی دی.

افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب
افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب

محب زیاته کړه: "هغوی یعنې طالبان د ښارونو د نیولو لپاره جګړه کوي. د یو شمېر سرحدي بندرونو نیول زموږ لپاره د تعجب وړ خبره ده، ځکه دا هغه څه نه دي چې موږ یې تمه درلوده. د یو شمېر ځانګړو ولسوالیو له نیول کېدو وروسته د طالبانو تبلیغاتي جګړې اغېز پرېښی. نو زه فکر کوم چې د ځینو ځواکونو روحیه یې اغېزمنه کړې. هغوی په څو ښارونو حملې کړي، خو له ډېر پرمختګ نه پرته، ځکه د هغوی پر وړاندې سخت مقاومت موجود دی."

د ولسمشر غني د ملي امنیت سلاکار همدا راز څرګنده کړې چې دوی په ځینو سیمو کې د طالبانو له چټک پرمختګ نه حیران شوي، خو امنیتي او دفاعي ځواکونو هغه څه ترسره کړي چې کولای یې شول.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې طالبانو په تېرو شااوخوا دوو میاشتو کې لسګونه ولسوالۍ او د اسلام کلا او شېرخان بندر سوداګریز بندرونه نیولي دي.

په کندهار کې ځینو معتبرو سیمه ییزو منابعو تایید کړې چې وړمه شپه د سپین بولدک او ویش سوداګریز بندرونه هم طالبانو ته په لاس ورغلي او دا مهال د سپین بولدک له لارې پاکستان ته تګ راتګ دریدلی دی.

خو ښاغلي محب ویلي چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه اوس مهال له هغو سیمو د دفاع په حال کې دي چې طالبان پرې حملې کوي.

هغه طالبانو ته په خطاب کې ویلي چې د بنسټونو او تاسیساتو ورانول ودروي ځکه دا کار د محب په خبره د طالبانو په ګټه نه دی.

حمد الله محب په دې مرکې کې په دوحه کې له طالبانو سره د افغان مشرانو راتلونکې غونډې ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي، تمه ده چې طالبان دا غونډه جدي ونیسي او په دې ناسته کې د افغانستان د راتلونکي په اړه هیله بښونکې بحثونه وشي.

په همدې حال کې د افغان دولت د سولې د مذاکراتي پلاوي غړي نادر نادري د پنجشنبې (د چنګاښ ۲۴مه) په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې د طالبانو د پلمې د پای ته رسېدو او معنی لرونکي بحث لپاره یو شمېر افغان سیاسیون دوحې ته ځي.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو رییس نادر نادري
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو رییس نادر نادري

نادري زیاته کړه: "یوه بله بله مجموعه د سیاسیونو چې دوحې کې له مذاکراتي پلاوي سره یوځای کېږي هغه د دې لپاره چې طالبانو پلمه کوله چې د دې پلاوي ترڅنګ یو شمېر نورې سیاسي څېرې هم باید موجودې وي چې پر مسایلو بحث او پرېکړې وشي. دا پلمه هم ډېر ژر لېرې کېږي. زموږ هڅه دا ده چې کومه سیاسي حل لاره مو چې وړاندې کړې او ممکن په عملي توګه موږ سولې ته ورسوي باید ورته پام وشي او معنی لرونکي بحثونه وکړو."

ده همدا راز وویل چې تر اوسه په رسمي توګه د مؤقت حکومت په اړه طالبانو دوی ته څه نه دي ویلي او د اوربند په هکله هم کومه رسمي خبره نه ده شوې، خو ده څرګنده کړې چې په انفرادي ډول د طالبانو د مذاکراتي پلاوي ځینو غړو په دې هکله ځینې څرګندونې کړي.

نادر نادري دغه راز وویل چې د طالبانو د مذاکراتي پلاوي یوه غړي دوی ته ویلي چې دوی یوه طرح لري او هغه دا چې درې میاشتنی اوربند وشي او په بدل کې یې د دوی ۷ زره بندیان ازاد او د دوی د مشرانو نومونه د ملګرو ملتونو له تور لېسته لېري شي.

خو نادري وایي چې د طالبانو د څه باندې پنځو زرو بندیانو خوشې کېدو او بېرته د جګړې ډګر ته د هغوی ګرځېدو ته په پام دا غوښتنه ډېره درنه ده او د درې میاشتې اوربند په بدل کې د طالبانو د دې غوښتنې منل به سمه پرېکړه نه وي.

په همدی حال کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي چې په دوحه کې د دوی مذاکراتي ټیم حضور لري او کیدای شي چې له سیاسیونو سره وګوري، خو ده وویل چې د اوربند په اړه پرېکړه طالب مشرانو پورې اړه لري.

XS
SM
MD
LG