د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۵

د امریکا سفارت: افغان مشرتابه باید له افغان ځواکونو د دفاع یوه ستراتېژي جوړه کړي


یو شمېر افغان ځانګړي ځواکونه
یو شمېر افغان ځانګړي ځواکونه

په افغانستان کې د تاوتریخوالي له زیاتېدو سره په کابل کې د امریکا سفارت له افغان رهبري غواړي چې له افغان ځواکونو او اسلامي جمهوري څخه د دفاع لپاره یوه ستراتېژي جوړه کړي.

د دغه سفارت سرپرست او شارژدافیر راس وېلسن د جمعې ورځ «۱۴۰۰ کال د زمري ۰۸» په کابل کې خبریالانو ته وویل چې دوی د طالبانو د پرمختګونو په اړه اندېښمن دي، خو د افغان ځواکونو پر وړتیا باور لري.

نوموړي د داسې یوې ستراتېژۍ د جوړولو غوښتنه وکړه چې افغانانو ته د ځواکونو پیاوړتیا ډاډمن کړي.

ښاغلی وېلسن زیاتوي: "د افغانانو په دفاع کې د بریا لپاره، د ځواکونو مشرتابه او د هېواد مشرتابه باید یوه روښانه ستراتېژي تعقیب کړي، یوه داسې ستراتېژي چې د ځواکونو ساتنه وکړي او هم افغانانو ته د افغان ځواکونو د وړتیاوو او اسلامي جمهوریت له وړتیا د دفاع ډاډ ورکړي."

ښاغلي وېلسن د دغه ستراتېژۍ د جزئیاتو او څرنګوالي په اړه ډېر څه ونه‌ویل، خو ټینګار یې وکړ چې د افغانستان حکومت پیاوړي امنیتي ځواکونه لري او دوی له افغان امنیتي ځواکونو سره کار کوي.

په کابل کې د امریکا سفارت سرپرست او شارژدافیر د جمعې ورځې خبري غونډې ته د وینا پر مهال
په کابل کې د امریکا سفارت سرپرست او شارژدافیر د جمعې ورځې خبري غونډې ته د وینا پر مهال

له بلې‌خوا د امریکا د ملي امنیت سلاکار جک سولیوان ټینګار کوي چې روان تاوتریخوالی باید پای ته ورسېږي.

ښاغلي سولیوان د جمعې په ورځ له خپل پاکستاني سیال سره تر کتنې وروسته په ټویټرپاڼه کې لیکلي چې د تاوتریخوالي په ژر تر ژره کمېدو او له سیاسي لارې د اختلافاتو په حل‌وفصل یې خبرې کړې دي.

دغه‌راز په کابل کې لسګونه کسانو د پاکستان پر ضد مظاهره کړې. مظاهره کوونکي وایي، افغانان د پاکستان د نیابتي جګړې قربانیان دي او ای‌اس‌ای «ISI» (د پاکستان پوځي څارګره اداره) دې د طالبانو له ملاتړه لاس واخلي.

مظاهره‌چیانو د پاکستان پر ضد د سختو شعارونو په لېږدولو له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې په افغانستان کې د پاکستان مداخلې او نیابتي جګړې مخه ونیسي.

د لاریون دوه ګډونوالو په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "اکرام‌الدین کارواني یم، د افغانستان په کورنیو چارو کې د پاکستان همېشنۍ لاس‌وهنې، د ترورېستانو ملاتړ د دې سبب شوی چې موږ لاریون وکړو، له نړیوالې ټولنې زموږ غوښتنه دا ده چې د پاکستان د دغو ناوړو کړنو مخنیوی وکړي، موږ به دا لاریونونه ولایتونو ته هم وغځوو."

"امېد وطنیار یم، موږ نن د دې لپاره راټول شوي یو ترڅو زموږ په خاوره کې د پاکستان د تېري او یرغل په وړاندې خپل غبرګون وښیو، دا چې پاکستان عملاً په جګړه کې ښکېل دی او د ترهګرو ملاتړ کوي او د جګړې په میدانونو کې عملاً د پاکستاني پوځ مړي لیدل شوي او نړیوالې ټولنې څخه زموږ غوښتنه دا ده چې پاکستان تحریم کړي."

کابل کې د پاکستان سفارت مخ ته ولاړ د لاریونونو او اعتراضونو ضدافغان پولیس
کابل کې د پاکستان سفارت مخ ته ولاړ د لاریونونو او اعتراضونو ضدافغان پولیس

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د جګړو په زیاتېدو سره یو شمېر پاکستاني چارواکو هم اعتراف کړی چې د طالب مشرانو کورنۍ په پاکستان کې اوسېږي او مستقیم ملاتړ یې کېږي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شېخ رشید احمد په وروستۍ یوه ټلوېزیوني مرکه کې ویلي چې د طالب مشرانو کورنۍ په پاکستان کې اوسېږي او د دغې ډلې د ټپيانو درملنه هم د دغه هېواد په روغتونونو کې کېږي.

په همدې حال په کابل کې د امریکا سفارت سرپرست او شارژدافیر راس وېلسن د جمعې ورځې په کنفرانس کې وويل چې د افغانستان تاوتريخوالي ته بايد سياسي حل‌لاره پيدا شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG